د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر افغانستان کېدونکې مسکو غونډې ته ځي


 پاکستان بهرنيو چارو د دفتر وياند نفيس ذکريا
پاکستان بهرنيو چارو د دفتر وياند نفيس ذکريا

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چېد افغانستان سولې بهیر لپاره په ماسکو کې کېدونکې غونډه کې به برخه اخلي چې امريکا، روس، هند، چين او افغانستان هم پکې ګډون کوي.

په اسلام اباد کې د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان بهرنيو چارو د دفتر وياند نفيس ذکريا وويل چې پاکستان په افغانستان کې تلپاتې امن غواړي او پاکستان په دې لړ کې همېشه خپل کردار ادا کړی دی.

د ده په وینا اسيا زړه کانفرنس کې هم پاکستان د دې يادونه کړې وه چې په افغانستان کې امن غواړي ځکه چې د سيمې امن د افغانستان له امن سره تړلی دی.

"پاکستان په دې غونډه کې وربلل شوی دی او په دې کې به ګډون کوي۔ په غونډه کې به افغانستان کې را پېښ صورتحال او د دې د سيمې په امن او ثباتۍ د اثر په اړه د خبرو کېدو امکان دی."

د پاکستان او روس تعلقاتو په اړه نفيس ذکريا وويل چې د دواړو هېوادونو تر مينځه په بېلا بېلو شعبو کې مرستې روانې دي.

د وياند د وینا له مخې د روس توانايي وزير له وړاندې په پاکستان کې موجود دی او د دوه بیليون ډالرو ګېس نللیکې (پايپ ــ لاين) په منصوبې خبرو اترو لپاره له پاکستانیو چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

"د پاکستان او روس تر مينځه دفاعې ګډ عمليات او مرستې د دوه اړخيزو اړيکو يو مهمه برخه ده چې کومه موږ لرو او دا مخ په وړاندې روان دي۔ دواړه ملکونه د خپلمينځيو دلچسپیو پر اړخونو په ګډه سره کار کول غواړي."

د روس له پاکستان سره اوسنۍ روانې اړيکې او په افغانستان کې د امن راوستو لپاره کېدونکیو هلو ځلو په اړه د سيمه ايزو چارو کار پوه او خبريال طاهر خان وايي چې روس هم غواړي د افغانستان سولې په عمل کې يو ځانګړی کردار ولوبوي ځکه چې د افغانستان امنيت اغېز د يو ګاوندي هېواد په حیث روس ته هم ګټه يا تاوان رسوي.

د افغانستان سولې عمل په اړه غونډه دسمبر ۲۰۱۶ کې په ماسکو کې شوې وه چې پکې پاکستان، چين او روس ګډون کړی وو او په هغه کې دا فیصله شوې وه چې راتلونکې غونډه کې به افغانستان هم وربولي.

XS
SM
MD
LG