د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاریخپوه عبدالعلي غورغښتی یو مین پښتون وو


تاریخپوه عبدالعلي غورغښتی
تاریخپوه عبدالعلي غورغښتی

په کراچۍ کې مېشت پښتون ليکوال، تاريخپوه او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند صوبې د مرستيال سیکرېټري عبدالعلي غورغښتي نن د پنجشنبې په ورځ ومړ.

۶۷ کلن عبدالعلي غورغښتي په بنيادي توګه د بلوچستان ژوب ضلعې سره تعلق درلود او له څو لسيزو راهیسې يې په کراچۍ کې له ګوندي کار سره سره په پښتون تاريخ او کلتور کتابونه، مقالې او په اخبارونو کې ليکنې کولې.

عبدالعلي ته له خپله پلاره په ميراث کې علم، مطالعه او څېړنه پاتې شوې وې نو ځکه هم په دغه لار هغه ترمرګه روان وو او د پښتنو د سياست، کلتور، تاريخ او جغرافيې په اړه يې ترمرګه خپلې هڅې روانې ساتلې وې.

عبدالعلي غورغښتي د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر پر نوولسمه نېټه په ژوب کې زیږېدلی وو او له تېرو څو لسيزو راهیسې په کراچۍ کې مېشت وو او هم هلته يې ادبي او سياسي هلې ځلې کولې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مرستيال سېکرېټري سره سره نوموړی يو پښتون تاريخپوه وو او د پښتنو پر تاريخ يې له کتابونو سره سره وخت په وخت په ورځپاڼو کې ليکنې هم کولې.

د هغه زوی طایر ځلاند وايي چې عبدالعلي غورغښتي په اردو او پښتو دواړو ژبو کې ليکل کول، د پښتنو پر تاريخ او جغرافيه یې څلور کتابونه هم لیکلي دي چې يو یې چاپ ته تيار دی او نور درې ناچاپه پراته دي.

د ځلاند په وينا چې له خپل پلار مولوي رحمت الله مندوخېله و عبدالعلي ته په ميراث کې علم، مطالعه او څېړنې پاتې شوې وې نو ځکه هم په دغه لار هغه ترمرګه روان وو او د پښتنو د سياست، کلتور، تاريخ او جغرافيې په اړه يې ترمرګه خپلې هڅې روانې ساتلې وې.

له يوه ليکوال سره سره عبدالعلي سياسي مبارز هم وو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سيوري لاندې يې په کراچۍ او سیند صوبه کې هلې ځلې کولې. وخت په وخت په صوبايي کچه په بېلا بېلو ذمه واریو پاتې شوی وو او دا وخت هغه د سیند صوبې مرستيال سېکرېټري وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند څانګې مشر نذير جان خان د هغه مرګ نه يواځې د خپل ګوند بلکې د ټول پښتانه قام لپاره یو لوی زيان بولي او د هغه د سياسي هلو ځلو په اړه یې زیاته کړه چې د ګوند اطلاعاتو په صوبايي څانګه کې هغه یو ستره ونډه لرلې وه او په هره موقع به يې نه يواځې اخبارونو ته ليکنې کول بلکې خپلو ملګرو ته يې هم د ګوند پیغام او پاليسي په ښه شان سره رسولې ده.

د نذيرجان په وينا چې صوبايي دفتر په هغه اباد وو، له وړوکيو سره وړوکی او له لویانو سره لوی وو خو د دوی صوبايي پارټۍ له يوه لوړ انسانه محرومه شوې چې تشه به یې هېڅکله ډکه نه شي.

تاریخپوه عبدالعلي غورغښتی
تاریخپوه عبدالعلي غورغښتی

د يو سياسي مبارز او پښتون ليکوال په حیث به هغه په کراچۍ کې د بېلا بېلو ادبي ټولنو په غونډو کې هم ګډون کولو. په کراچۍ کې مېشت شاعر او ليکوال ساګر تنقيدي وايي چې د کراچۍ د اديبانو لپاره د هغه مرګ يو لوی زيان دی ځکه چې هغه په تېرو وختونو کې يوشمېر دستورې راجوړې کړې وې او په نورو دستورو کې به يې هم ګډون کولو.

عبدالعلي غورغښتي د اردو درې او د پښتو يو کتاب ليکلی دی.

د هغه چاپ کتابونه.

۱۔ پښتونخوا

۲۔ پښتون پښتو

۳۔ پشتونو کا تهذيبي، تاريخي و ازادي کا سفر

۴۔ لويه افغانيه

د هغه د زوي طایر ځلاند په وینا چې د شېرجان مندوخېل په ژوند يې کتاب هم په دغه نوم د چاپ په مرحلو کې دی.

دغه رنګ درې نور کتابونه يې هم چاپ ته تيار دي چې نومونه يې څه په دا ډول دي.

۱۔ افغان انسائيکلوپېډیيا

۲۔ پشتونخوا ميں تهذيبي ارتقا

۳۔ ائينه افغان

ځلاند وايي چې د پنجشنبې په شپه ناوخته يې د شېرجان مندوخېل د کتاب سريزه ليکله او داسې پرې قۍ ولګېدلو او په نيم ساعت کې دننه يې ساه ورکړه. زوی یې وايي چې د پلار مړی یې په پلرنۍ سيمه ږوب کې خاورو ته سپارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG