د لاسرسي ځای

له خوسته د وزیرستانیو کډوالو ستنېدل پیل شول


د شمالي وزیرستان پوليټیکل انتظامیې مشال راډیو ته ويلي دي هغه وزیرستاني کډوال چې په خوست کې میشت دي نن د پنجشنبې په ورځ به خپلو سیمو ته ستنېږي.

انتظامیې چارواکي وايي ټولې هغه کورنۍ چې دا مهال په خوست کې مېشت دي او د ۸۷۰ او۹۵۰ ترمنځ سیریل نمبر لري د غلام خان له لارې به ستنول کېږي.

د انتظاميې په خبره نن به اتيا کورنۍ لېږدول کېږي چې تعلق یې د شمالي وزیرستان د کني روغه منظر خېلو سيمې سره دی.

تر دې وړاندې هم څو سوه کورنۍ له خوسته په ورته ډول پاکستان ته لېږدول شوي دي.

XS
SM
MD
LG