د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، په شام کې د القاعده شبکې ۱۱ غړي او قوماندانان وژلي


د امریکا دفاع وزارت وایي، روانه میاشت په شام کې د امریکا په هوایي حملو کې د القاعده د یوه سابقه‌ دار مشر چې د القاعده له پخواني مشر اوسامه بن لادن سره‌یې اړیکې درلودې، په ګډون د دې شبکې ۱۱ غړي او نور لوړپوړي قوماندانان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په هغه هوایي برید کې چې د فبرورۍ په څلورمه ادلیب ښار ته څېرمه وشو، ابوحاني‌المصري چې له بن لادن او د القاعده له اوسني مشر ایمن‌الظواهري سره‌یې اړیکې درلودې ووژل شو.

په بیان کې ویل شوي چې المصري په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې په افغانستان کې د القاعده د روزنې یو شمېر کمپونه جوړ کړي او پر هغو یې څارنه کوله.

د امریکا دفاع وزارت دغه‌راز وایي چې مصري زرګونه ترورېستان استخدام کړي، هغوی ته‌یې روزنه ورکړې، سمبال کړي یې او په منظم ډول‌یې ټولې سیمې او نړۍ ته خپاره کړې دي.

مصري دغه‌راز د مصر د اسلامي جهاد ډلې په جوړېدوکې هم مرسته کړې.

د پنټاګون په وینا دا لومړنۍ سُني ډله ده چې په ترهګري حملو کې یې له ځانوژونکو حملو کار اخیستی دی.

د القاعده نور ۱۰ غړي د فبرورۍ په درېیمه ادلیب ته نېږدې پر هغې ودانۍ په هوایي بمباري کې وژل شوي چې دوی ورڅخه د غونډو لپاره کار اخیست.

د پنټاګون ویاند جیف ډیویس وویل، دغو بریدونو د حملو د پلانولو او پر امریکا د مستقیمو او د نړۍ په نورو برخو کې زموږ پر ګټو د بریدونو لپاره د القاعده وړتیا کمزورې کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG