د لاسرسي ځای

ننګرهار: ډرون بریدونو او نښته کې ۱۳ وسله وال وژل شوي


د ننګرهار چارواکي دعوه کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بهرنیو ځواکونو دهوايي بریدونو او پولیسو سره په مخامخ نښه کې ۱۳ تنه د دولت مخالف وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.


د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د پنجشنبې په سهار مشال راډیو ته وویل:


د چارشبنې په ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ د نرۍ اوبو په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د برید له امله نهه تنه داعش وسله وال وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.


مشرقیوال وړاندې وایي چې د چارشنبې په ورځ د اچین ولسوالۍ اړوند د پېښې خوړ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله دوه تنه داعش وسله وال عمر صادق او عمر فاروق وژل شوي دي.


مشرقیوال زیاتوي چې هم تېره ورځ په لالپورې ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.


مشرقیوال وایي چې په هوایي بریدونو او مخامخ نښته کې وژل شوي وسله وال ټول بهرنیان دي خو دا نه وایي چې له کومو ملکونو سره تعلق لري.


دی وايي چې په بریدونو کې ملکي وګړو ته او په مخامخ نښته کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


د یادو بریدونو او نښتې په اړه د دولت وسله والو مخالفینو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG