د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامیې نن مشال راډیو ته وویل چې سبا د زیارت په ورځ چې د فبرورۍ نهمه نېټه ده، له خوسته د وزیرستانیو کډوالو پاکستان ته د لېږدولو لړۍ بیا پیلیږي.
انتظامیه وايي ټولې هغه کورنۍ به چې دا مهال په خوست کې مېشتې دي او د ۸۷۰ او ۹۵۰ ترمنځ سیریل نمبر لري، سبا د غلام خان له لارې راواړول شي. ټول ټال ۸۰ کورنۍ به سبا ته لېږدول کېږي چې تعلق یې د شمالي وزیرستان د کني روغه منظر خېل سره دی.
تر دې وړاندې هم څو سوه کورنۍ له خوسته په ورته ډول پاکستان ته لېږدول شوي دي.