په ملاکنډ کې ټریفیکي حادثې مرګ ژوبله اړولی ده
د ملاکنډ ضلعې بټ خېلې تحصيل په « پيرانو » سيمه کې د چارشنبې په ورځ په یوه ټرافیکي پېښه کې درې کسان مړه او اتلس ژوبل شوي دي.
د بټ خېلې اسسټنټ کمشنر سهېل احمد خان مشال رېډيو ته وويل چې دا پېښه د تېزرفتارۍ له کبله مخې ته راغلې ده.
د اسسټنټ کمشنر په وېنا چې په ژوبلو کسانو کې زياته شمېره د مېرمنو ده.