د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د سره صلیب شپږ کارکوونکي وژل شوي


د افغانستان د جوزجان ولایتي چارواکي وايي چې داعش وسله والو په دغه ولایت کې د نړیوال سره صلیب شپږ کارکوونکي وژلي دي.

د جوزجان والي الحاج مولوي لطف الله عزیزي مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه نن (چارشنبه) د جوزجان ولایت په قوش تېپه ولسوالي کې وشوه.

((نن سهار شاوخوا لس بجې د چخمه چقور په نوم سیمه کې چې قوش تېپې ولسوالۍ ته نژدې ده او د جوزجان ولایت له مرکزه تقریباً شپېته کیلومتره لېرې ده، داعشیانو دا کسان ووژل.))

د جوزجان والي عزیزي همداراز وویل چې د سره صلیب پنځه مامورین او درې موټرچلوونکي سیمې ته تللي ول چې د سیمې اوسېدونکو ته د څارویو خوراک توزیع کړي خو هلته د داعش ډلې مسوول قاري حکمت کسانو د دې کمېټې شپږ کار کوونکي سم له واره وویشتل او دوه تنه نور یې له ځان سره یووړل.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند توماس ګلاس هم تایید کړه چې د دوی ۶ کارکوونکي وژل شوي او دوه نور کارکوونکي له حملې وروسته بې درکه شوي دي.

د جوزجان والي وايي چې د سره صلیب د وژل شویو کارکوونکو مړي د سپین ږیرو په هڅه د ولایت مرکز ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG