د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د سره صلیب شپږ کار کوونکي وژل شوي


د سره صلیب نړیواله اداره وايي د دوی شپږ کار کوونکي د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې وژل شوي دي.

دوی وايي دوه نور ملازمین یې ترۍ تم دي. د نوموړې ادارې یو ویاند وايي دې پېښې لړزولي دي. نوموړې ادارې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د جوزجان د پولیسو مشر رحمت الله ترکستانی وايي دا پېښه د جوزجان ولایت د مرکز شپرغان په ۳۵ کیلومیټرۍ کې رامنځ ته شوې ده.

په سم لاسي ډول چا د برید پړه قبوله کړې نه ده خو ترکستانی وايي په یاده سیمه کې د اسلامي دولت وسله واله ډله فعاله ده.

طالبانو د برید تر شا لاس لرل رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG