د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب ۳۹۰۰۰ پاکستاني مزدوران شړلی دی


سعودی ګزټ بیا په خپل یو رپورټ کې تور لګولی چې په دې کې ځيني پاکستانیانو د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش سره تړاو درلوده. د یادې ورځپاڼې د رپورټ ترمخه یو شمېر پاکستانیان د نشۍ توکیو په قاچاق، غلا، جعلسازۍ او د جسماني تشدد په کېسونو کې ککړ وو.

د سعودي عرب حکومت په تېرو څلورو میاشتو کې له دغه هېواده ۳۹۰۰۰ پاکستانیان ویستلي دي او ویلي یې دي چې دې کسانو د سعودي عرب د اوسیدو او کار کولو د قوانینو خلاف ورزي کړی ده.

د دغه هېواد ورځپاڼې سعودی ګزټ بیا په خپل یو رپورټ کې تور لګولی چې په دې کې ځيني پاکستانیانو د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش سره تړاو درلوده او نور یو شمېر یې د نشۍ توکیو په قاچاق، غلا، جعلسازۍ او د جسماني تشدد په کېسونو کې ککړ وو.

یاده ورځپاڼه د سعودي عرب د شورا امنیتي کمېټۍ د مشر په حواله لیکي چې په دغه هېواد کې پاکستانیانو ته د کار ورکولو نه مخکې دې کره کتنه وکړل شي او دا چې په دې لړ کې سعودي چارواکي له پاکستاني حکومت سره هم په رابطه کې دي.

په بهر هېوادونو کې د خپلو وګړیو او د انساني وسایلو د پرمختیا لپاره د پاکستان وزارت د سعودي چارواکو هغه تورونه رد کړي چې ګني سعودي عرب ته ورغلي پاکستاني مزدورانو له کومې وسله والې ډلې سره تعلق درلوده او یا په نورو کومو غېر قانوني هلو ځلو کې ککړ وو.

د یاد وزارت د پالیسۍ او منصوبه بندۍ د څانګې مشر فیاض احمد ملک د چارشنبې په ورځ مشال ریډیو ته وویل د سعودي عرب پشمول د نړۍ هر هېواد تلونکي پاکستانیان له قانوني اسنادو پوره کورلو وروسته سفر کوي. نوموړي زیاته کړه:

(( بنیادي وجه دا ده چې په سعودي عرب کې د روان کال لپاره د پنځوسو اربه ډالرو خسارې بجټ وړاندې کړل شوی دی او دغه هېواد د خپلو لویو لویو پروژو ترسره کولو مالي توان نه لري. نو ځکه زیاتره کمپنیانې مزدورانو ته په تنخاګانو ورکولو کې له مشکلاتو سره مخ دي او هم له دې وجې دوی پاکستاني مزدوران خپل ملک ته واپس کوي.))

فیاض احمد ملک همدا راز وویل، اوجر او بن لادن کمپنیانو په واضحه توګه ویلي چې دوي مزدورانو ته تنخاګانې نه شی ورکولی نو ځکه دې دوی اوس خپلو هېوادونو ته ستانه شي او چې بیا دغه کمپنیانې کار شورو کړي نو دا مزدوران به واپس ور وغواړي.

د نوموړي په وېنا سعودي عرب کې زیاتره پاکستاني مزدوران د خېبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او پنجاب صوبې سره تعلق لري.

فیاض احمد ملک دا هم وویل چې سعودي عرب ته دتلونکو مزدرانو په شمیره کې د تېرو کلونو په نسبت سږکال یو لاکه کمې راغلې دې.

په بهر هېوادنو کې د خپلو وګړیو او انساني وسایلو د پرمختیا لپاره د پاکستان دسینیټ د کمیټۍ مشر بازمحمد خان په دې اړه د چارشنبې په ورځ مشال ریډیو سره خبرو کې وویل چې له دې وړاندی یې په سعودي عرب کې د مزدروانو د تنخاګانو نه ترلاسه کولو معامله اوچته کړې وه چې حل شوه او اراده لري چې له سعودي عربه په دومره لويي شمیر کې د پاکستاني مزدورانو د ویستل کیدو په مسله به هم په سینیټ کې بحث کوي.

د پاکستان خارجه چارو دفتر په دې ورستیو کې ویلي وو چې دا وخت د سعودي عرب په غربي برخه کې ۷۲۸ پاکستانیان او د سعودي عرب په نورو ښارونو کې ۳۶۴ پاکستانیان بندیوان دي.

تېر کال د خواري کښو نړیوال سازمان او په بهر ملک کې اوسیدونکي پاکستانیانو او د انساني وسایلو د پرمختیا وزارت په رپورټ کې ویلي وو چې له ۲۰۱۲ م نه تر ۲۰۱۵ کال پورې له سعودی عربه خوا اوشا یو لاک یو دېرش زره پاکستانیان ویستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG