د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: قومي جرګې په امن، یووالي او پرمختګ کې ګټورې تمامیږي


د خوست قومي مخور وايي، چې د پيژندل شویو مشرانو له منځه د یو داسې جرګې د جوړولو په لټه کې دي، چې په یاد ولایت کې د ولس د یووالي، د امنیت د خوندیتوب، قومي لانجو د حل او د دولت او ولس تر منځ د اړیکو په نږدې کولو کې عملاً کار وکړي.

دوی زیاتوي یاده جرګه به د خوستوالو د حقوقو ساتنه کوي او د خپلو سیمو د امن په خوندیتوب کې به يې فعالیتونه د نورو ولایتونو لپاره یوه نمونه جوړیږي.

تېره ورځ د ناستې یو تن تابیا کوونکي موسی جان ځدراڼ ګډونوالو ته د جوړیدونکې جرګې موخې داسې په ډاګه کړې:

((د لويې پکتیا په شمول به د خوست د خلکو د یووالي، اتفاق او اتحاد لپاره او همدارنګه به د خوست د خلکو د ملي شتمنیو د چور، غلا او غصب څخه په کلکه مخنیوی کوو، په خوست کې د دعو او لانجو تود بازار جوړ شوی دی، په کار ده چې د خوست د پيژندل شویو مشرانو جرګه يې په هکله په کلکه اقدام وکړي، د دغه ولایت هر ډول حقوق دې د مرکز څخه په مناسب ډول وغوښتل شي، په حکومتي ادارو کې شرموونکی او ملا ماتوونکی فساد موجود دی، دې مخنیوي لپاره به يې اغېزمنې لارې چارې ولټوو.))

قومي مشر حاجي رسول محمدخان تڼی مشال راډیو سره په خبرو کې د امن او یووالي د تامینولو په برخه کې د جرګو د ګټو په باب وايي:

((داسې یوه جرګه به جوړه شي، چې هغه د خوستوالو خپل حقوق هم وساتي، د خوست د امنیت او نورو مسایلو سره به هم کمک وکړي، بالاخره به دا د نورو ولایتونو لپاره یوه نمونه وګرځي، تر څو نور ولایتونه هم داسې قدم واخلي او ټول افغانان به یووالی سره پیدا کړي.))

قومي مشر متقاعد جنرال ګل نواز پدې اند دی چې قومونه او خلک د امن په قایمولو کې د وسلوالو ځواکونو څخه هم ډېر کله اغېزمن تمامیږي:

((دې څخه به یوه داسې جرګه جوړه شي، چې غړي به يې د ځان د ګټو لپاره مبارزه نه کوي، لکه څرنګه چې پلرونو او نیکونو يې د وطن د ازادی او ابادی لپاره ځانونه قربان کړي دي، انشاالله پدې وطن کې به د دې جرګو په واسطه ارامي راشي او د دې جرګې اغېزې به نورو ولایتونو ته هم وغځیږي او فکر کوم د اردو نه به د دښمن په مقابل کې ډېر امنیت راولي.))

خوست د هغو ولایتونو څخه دی، چې له پخوا نه په کې د ځینو قومونو تر منځ اختلافات موجود دي، قومي مشر حیدرګل منګل هیله څرګندوي چې د پېژندل شویو مشرانو جرګه به د یادو ستونزو په حل کې خپل رول ولوبوي:

((په خوست کې دا قومي شخړې بیخي زیاتې دي، دې لپاره د حل لار په کار ده، دا د مشرانو په وجود کې کیږي، د علماوو او ځوانانو په وجود کې کیږي، چې په هره طریقه کیږي، دې ته باید د حل او د پای ټکی کېښودل شي.))

د خوست د قومونو د اړیکو د دفتر مشر حاجي محمدعلي ځدراڼ د انکشاف او امنیت په برخه کې د ولس او دولت همکاري مهمه بولي او وايي که دا ډول اړیکې پیاوړي شي، نو ولس به د پخوا په شان په هره برخه کې د نظام او دولت سره همکاري وکړي.

حاجي محمدعلي ځدراڼ زیاتوي:

((د خوست د انکشاف او امنیت په برخه کې د ولس همکاري ډېره ضرور ده، اوس وخت کې د دولت او د ولس تر منځ واټن موجود دی، کچیرې دا واټن نږدې شي او دولت وکړای شي، چې ولسونه په خپله غېږه کې ونیسي، همدغه ولسونه د نظام لپاره هر قسم قربانی ته تیار دي.))

د خوست قومي مخور داسې مهال د ولایت په کچه د ټولو قومونو څخه د مخورو مشرانو د یوې ګډې جرګې د جوړیدو خبرې کوي، چې لدې دوه ورځې وړاندې خوست والي د کوچیانو او ځايي خلکو تر منځ د ځمکو پر سر د لانجو په اړه د قومي مشرانو سره په ناسته کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې ځايي اداره د قومونو د یووالي او د امن په ټينګیدو کې د ولسي همکاریو کلک ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG