د لاسرسي ځای

د امریکا اپیلونو عدالت د ټرمپ فرمان په اړه سختې پوښتنې کړې


د امریکا د اپیلونو عدالت د کډوالو په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر امر سختې پوښتنې کړې دي.

یاد عدالت دا پوښتنې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امر په اړه پرونۍ اورېدنه کې کړې دي.

دا اورېدنه د دې لپاره ده چې د ولسمشر دا امر پر ځای کړي او که یې معطل وساتي.

د انصاف وزارت څارنوال د سان فرانسیسکو دې عدالت ته وویل چې د جنورۍ پر ۲۷مه ورکړل شوی امر دې پر ځای کړي.

یاد وزارت وايي،د دې پرېکړې واک یوازې له ولسمشر سره دی چې څوک امریکا ته ورتلای شي.

د یاد عدالت جج وېلیم کېنبي جونیر د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې له وکیلوپوښتل چې داسې یو تېری ورته په ګوته کړې چې د دې اوو هېوادونو یو ویزا لرونکي کس کړی وي. وکیل ومنله چې دوی په ریکارډ کې داسې څه نه لري.

XS
SM
MD
LG