د لاسرسي ځای

د قبایلي سیمو د پارلېمان ځېنې غړي وايي که وفاقي کابینې د اصلاحاتو په اړه پرېکړه ژر و نه کړه نو په احتجاج به لاسپورې کوي.

دوی د نهې په ورځ د وفاقي کابينې له خوا په فاټا اصلاحاتو بحث نه کول غندلی دی او ویلي يې دي چې په پارلېمان کې د اصلاحاتو په موضوع له بحثه وروستو دا راپور کابینې ته لېږل شوی دی او باید کابینه په دغه اړه ژر تر ژره پرېکړه وکړي.

دوی دړکه ورکړې ده که د دوی غوښتنه نه منل کېږي نو د پارلېمان په راروانه غونډه کې به برخه نه اخلي.

د دوشنبې په ورځ د باجوړ ايجنسۍ د مسلم ليګ ن منتخب غړي شهاب الدين خان د کابينې په غونډه کې په فاټا اصلاحاتو د بحث نه کېدو پرضد په خوله توره ټوټه تړلې وه او د قامي اسمبلۍ په غونډه کې يې د ګډون نه کولو اعلان وکړو.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې شهاب الدين خان وويل چې د غړيتوب سره سم يې د فاټا اصلاحاتو لپاره هڅې پیل کړي دي خو د ځېنو سياسي ګوندونو له کبله اوس د دوی خبرې ته هېڅوک پام نه کوي نو له دې ښه ده چې په دغه اړه خپله خوله تړلې وساتي.

له کورمې د قامي اسمبلۍ غړي ساجد حسېن توري مشال رېډيو ته وويل چې دوی له شهاب الدين خان سره په بايکاټ کې شريک دي او په مارچ کې به له احتجاجي تحریک سره ملګرتیا کوي.

د ذکر ده چې په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره د پاکستان وزيراعظم په کال ۲۰۱۵م کې د خپل بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ یوه پنځه کسيزه کميټي جوړه کړې وه. دغه کمېټۍ د قبايلي سيمو تر دورو وروسته په خپلو سپارښتنو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا ورګډی کړل شي.

خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علمااسلام(ف) وايي چې د فاټا د راتلونکي فیصله دې د ټولپوښتنې/ریفرېنډم له لارې وکړل شي.

XS
SM
MD
LG