د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت د افغان کډوالو موده د سږني کال تر پایه وغځوله


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف يه مشرۍ په اسلام اباد کې د وفاقي کابېنې په غونډه کې د افغان کډوالوستنولو تګلارې منظوري ورکړې ده۔ په غونډه کې د رجسټرډ افغان کډوالو موده تر دسمبر ۲۰۱۷ پورې د غځولو منظورې ورکړل شوې ده او د غير راجسټرډ کډوالو اندراج مکملولو مرحله تر سره کول لپاره سږ کال دسمبر پورې احکامات جاري کړې شو۔

تر غونډې وروسته د قانون وفاقي وزير زاهد حامد او د اطلاعاتو وفاقي وزير ې مريم اورنګزيب خبري غونډه وکړه.

پر دې مهال د اطلاعاتو وفاقي وزېرې مريم اورنګزيب وینا وه چې کوم افغان کډوال رجسټريشن کارډ لري د هغوی موده تر دسمبر ۲۰۱۷ م کال پورې د غځولو منظوري ورکړل شوې ده او د داخلې وزارت ته احکامات جاري کړل شوي دي چې د سږ کال دسمبر پورې دې د غېر رجسټر کډوالو د رجسټر کولو مرحله مکمله کړل شي۔

د نوموړې په وینا د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د تګ راتګ عمل له ويزې سره وتړل شو.

"په غونډه کې دا وويل شو چې دپاکستان تګ راتګ يا اميګريشن کوم قانون دې چې له وړاندې هم ويل شوي چې پر پوله د تګ راتګ نظام دې خود کاره کړل شي او د پاکستان پلټنیزې ادارې ايف آی اې د اميګريشن قانون دې عملي کړي نو يو دا فيصله واخيستل شوه. له دې علاوه بله دا چې کوم تګ راتګ به اول د تلو راتلو اجازتنامې په ذريعه کېدو اوس به هغه څنګه د يو خود کار نظام لاندې د وېزې او شناختي کارډ سره وتړل شي.''

د قانون وفاقي وزير زاهد حامد د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه خبري غونډې ته وويل چې په کابېنې غونډه کې د انتخابي کمېټۍ تجويزونو منظوري هم ورکړې شوه چې پکې په راتلونکیو انتخاباتو کې د ښځو لپاره پنځه فیصده کوټه مختص کولو منظوري هم شامله ده۔ په دې لړ کې تر قانون سازۍ وروستو به ټول سياسي ګوندونه په پنځه فيصده سيټونو ښځو ته نمايندګي ورکولو باندې پابنده وي.

د کابېنې په غونډه کې د روس پوځ ته په پاکستان کې تربيت ورکولوپر لوظنامې بحث کول، د پاکستان چين آډټ ادارو تر مينحه مرستو په ياداښت لاسليک او له نورو هېوادونو سره خپلمينځي لوظنامې د منظورې لپاره وړاندې کړل شوې.

XS
SM
MD
LG