د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډونلډ ټرمپ مشکور یم چې اصلیت یې په ډاګه کړ: خامنه یې


د ايران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ويلي چې هغه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ منندوی دی چې د امريکا ريښتونې څېره يې وښودله.

د خامنه يي وېبپاڼې د هغه دا خبرې د نهې په ورځ نقل کړي چې په تهران کې يې له پوځي کومندانانو سره د ليدنې پر وخت کړي.

نوموړی وايي، دوی له تيرو ۳۰کلونو راهيسې ويل چې د امريکا په واکمن نظام کې سياسي، اقتصادي، ټولنيز او اخلاقي فساد دی خو ښاغلی ټرمپ راغلی او له انتخاباتو مخکې او وروسته يې دا هرڅه په ډاګه کړل.

خامنه يي خبرداری ورکړ چې د ده په وينا هېڅ دښمن ايرانی ملت نه شې شنډولای. نوموړي پر ايراني ولس غږ وکړ چې د ټرمپ ګواښونو ته ځواب ووايي.

ټرمپ انتظاميې تېره اوونۍ د تهران لخوا د بېلسټيک توغندي له ازموينې وروسته پر يو درزن زياتو ايرانيو کمپنيانو نوي بنديزونه ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG