د لاسرسي ځای

تازه خبر

”حزب اسلامي له افغان حکومت سره تړون عمليکولو ته ژمن دی “


د افغانستان د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشر وايي چې ګوند یې له افغان حکومت سره د لاسلیک شوي تړون عمليکولو ټولو مادو ته ژمن دی.

امین کریم د نهې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د ځینو هغو رسنیو اوازې په کلکه رد کړې چې ویلي ول ګوند يې نیت نه لري چې خپل وسله وال ګروپونه له منځه یوسي:

"حزب اسلامي سل په سلو کې د تړون مادو ته چې په هغه کې نظامي برخې له منځه وړل دي ژمن دی."

ښاغلي کریم که څه هم د چا نوم وا نه خیست، خو له ټولو ګوندونه یې وغوښتل چې خپل نظامي تشکیلات له منځه یوسي او د افغان ملي پوځ ملاتړ وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG