د لاسرسي ځای

تازه خبر

”د بهرني سیاست لپاره ترهګري کارول خطرناک دي“


د افغانستان بهرنیو چارو وزیر وايي هغه هېوادونو چې له ترهګرۍ څخه د بهرني سیاست لپاره کار اخلي، باید پوه شي چې دا کار د دوی لپاره خطرناک دی.

صلاح الدین رباني په سېشنبه په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونو او نړیوالو له همکارۍ پرته له ترهګرۍ سره مبارزه ناممکنه ده:

"اړتیا ده هغه هېوادونه چې ترهګري ساتي، ترهګري روزي او له ترهګرۍ څخه د بهرني سیاست لپاره کار اخلي، باید مخه یې ونیول شي."

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د یکشنبې په ورځ له روس سره د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا او د ترهګرۍ ضد ګډې همکارۍ په هدف هغه هېواد ته سفر وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG