د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ازربايجان کې چارواکو د خبريالې په وينا کې خنډونه اچولي


خديجه اسماعيلووا د خپل پلټنيزو راپورونو له امله حکومت ځورولې، سفري بنديز يې ورباندې لګولی او تر ۱۷ مياشتو پورې يې بې له څه توره په زندان کې ساتلې وه.

د ازربايجان د چارواکو له لورې د خبريالي خديجه اسماعيلووا په پلټنېزو راپورونو او پر حکومت د هغې پر نيوکو ناخوښي څرګندول د حېرانی خبره نه ده خو اوس يې په برسلز کې يوه کانفرنس ته د وېډيو له لارې ددې پر وينا کې يې خنډ اچولی دی.

خديجه اسماعيلووا د ازربايجان يوه وتلې خبرياله ده.

د خپل پلټنېزو راپورونو له امله حکومت ځورولې، سفري بنديز يې ورباندې لګولی او تر ۱۷ مياشتو پورې يې بې له څه توره په زندان کې ساتلې وه.

خو ددې په خبره، د دوشنبې په ورځ يې په برسلز کې د اروپايي ټولنې يوې غونډې ته د ويډيو له لارې وينا کوله چې حکومت پکې خنډونه واچول.

د اروپاي شورا مشر ډونلډ ټسک سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال الهام عليوف د بشري حقونو د موضوع له سره يادونه و نه کړه.
د اروپاي شورا مشر ډونلډ ټسک سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال الهام عليوف د بشري حقونو د موضوع له سره يادونه و نه کړه.

اسماعيلووا د ازادي اروپا ازادۍ راډيو خبرياله ده او د دوشنبې په ورځ ورته په ازربايجان کې د بشري حقونو د وضعيت پر موضوع په برسلز کې جوړې شوې غونډې ته د وينا بلنه ورکړل شوې وه.

ددې په خبره تر وينا شل دقیقې مخکې يې د کور انټرنيت پرې کړل شو، له دې پنځه دقیقې وروسته يې نه يوازې د کور بلکې د ټول ښار برېښنا ولاړه.

د اسماعيلووا په وينا، په وېډيو کانفرنس کې ددې د ګډون د مخنوي لپاره انټرنيټ لېږدونکيو دوه شبکو هم انټرنيت بند کړ.

دا زياتوي، دې له خپل کور سره نږدې دوې ګاډياني ولاړي وليدې چې ورباندې سټېلايټ ډشونه لګېدلي وو.

له دې وروستو دې يو ټېکسي راوغوښت او په باکو ښار کې يې د انټرنيټ لټون پېل کړ.

اسماعيلووا د کانفرنس ګډونوالو ته وويل، دا مهال په موټر کې ناسته ده، د موبايل پر انټرنيټ خبرې کوي او هيله ده چې وينا به يې په منځ کې پاته نه شي.

دا زياتوي، تر لس دقیقو پورې يې وېډيو کانفرنس ته وينا وکړه چې په دې دوران کې يوه ټونل ته ورسېده، ډرايور ته وويل چې موټر د پټرول سټيشن په تم ځای کې دروي چې دارنګه د موبايل سګنل له لاسه ور نه کړي.

ددې په خبره ناڅاپه درې پوليس وال چې پکې دوه په ساده جامو کې وو ورغلل او پر موټر چاپيره شول.

نوموړې وايي، دې ټيکسي ډرايور ته وويل چې بهر له پوليسو سره خبرې وکړي او دا به په دې دوران کې خبرې پای ته ورسوي.

ددې په خبره ډرايور له پوليسو سره خبرې کولې چې دې خپله وينا ختمه کړه او د کانفرنس د برخه والو د پوښتنو په انتظار شوه خو په دې دوران کې يو پوليس وال د ډرايور پر چوکۍ کېناست او وې ويل چې بايد د پوليسو د ګاډیانو تم ځای ته ولاړ شو.

خو د اسماعيلو وا په وينا، ناڅاپه يې يو ملګری په موټر کې روان وليد او پوليسو اجازه ورکړه چې له هغه سره ولاړه شي.

ددې په وينا، دې د کانفرنس د ګډون والو د پوښتنو ځواب ورکولی چې د فون سګنل ورک شو او تماس يې له لاسه ورکړ خو بيا يو ساعت وروسته يې ټيلي فون بېرته فعال شو.

هلته د برسلز کانفرنس یوې ګډون والې دريا مصطفوي مشال راډیو ته وويل، اسماعيلوا د لومړۍ پوښتنې ځواب ورکولی چې ټيلي فون يې پرې شو.

دا په داسي حال کې وه چې د ازبايجان ولسمشر الهام عليوف د برسلز په سفر وو چې له اروپايي ټولنې سره د همکاری تړون وکړي.

خديجه اسماعيلووا په برسلز کې د اروپايي ټولنې يوې غونډې ته د ويډيو له لارې وينا کوله چې حکومت پکې خنډونه واچول.
خديجه اسماعيلووا په برسلز کې د اروپايي ټولنې يوې غونډې ته د ويډيو له لارې وينا کوله چې حکومت پکې خنډونه واچول.

​د اروپاي شورا مشر ډونلډ ټسک سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال الهام عليوف د بشري حقونو د موضوع له سره يادونه و نه کړه.

البته ښاغلي ټسک وويل، د ليدنې پر مهال يې له عليوف سره د بشري حقونو پر موضوع خبره کړې ده.

ده زياته کړه، په ملاقات کې يې د وينا ازادۍ په ګډون د بنيادي بشري حقونو پر ارزښت ټينګار وکړ.

له دې وروسته الهام عليوف د اروپايي پارليمان مشر انتونيو توجاني سره کېدونکی ملاقات منسوخ کړ البته مالومه نه ده چې ايا دا ګام يې کانفرنس ته د اسماعيلووا د وينا له کبله واخست او که څنګه؟

XS
SM
MD
LG