په افغانستان کې د واورو او بارانونو له وجې بندې شوې لویې لارې پرون بېرته پرانېستل شوې.
د قدرتي افتونو د نظم ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د دوشبنې په ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه چې ځینې نورې لویې لارې به هم ډېرې ژر بېرته پرانېستل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د کابل - کندهار، کابل - شینوار او د سالنګونو لارې پرانېستل شوې دي.
افغان چارواکي وايي، د سږ کال د جدې له لومړۍ تراوسه ۱۶۰ تنه د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې په قدرتي پېښو کې مړه شوي دي.