د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاړه چنار په چاودنه کې بې ګنا کسان نیول شوي"


د کورمې ایجنسۍ د ځوانانو اتحادیه وايي، د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه په پاړه چنار کې تر چاودنې وروسته پولیټکل انتظاميې شاوخوا تر ۵۰ بې ګنا کسان نیولي دي.

تېر مازیګر د پېښور پریس کلب مخې ته د پاړه چنار ځوانانو د احتجاجي ناستې یو ګډونوال جلال حسېن مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د بې ګنا خلکو پرځای اصلي مجرمان ونیسي.

بلخوا د پاړه چنار پېښې وروسته د پاکستان سرکاري خبري اژانس ( ای پي پي) د کورنیو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په حواله ویلي ول، د نېكټا مشر ته يې د پلټنو کولو امر کړې چې د داخله وزارت لخوا د تېر کال د نومبر پر ۲۵مه او د دسمبر پر ۱۴مه نېټه د جاري شوي امنيتي خبرداري باوجود هم په پاړه چنار کې امنيتي انتظامات ولې برابر نه وو.

د ځوانانو اتحادیه زیاتوي چې د جنورۍ پر ۲۱مه د پاړه چنار په پېښه کې شاوخوا ۲۷ کسان وژل شوې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG