د لاسرسي ځای

'له خیبر پښتونخوا سره د فاټا ګډول د پاکستان سلامتي ده'


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ګل په ورځ د فاټا اصلاحاتو د عملي کولو په اړه جرګه په کنونشن سنټر کې وشوه چې پکې اوسنیو او پخوانيو پارلېماني استازیو، فاټا سياسي اتحاد، قبايلي مشرانو، د فاټا وکيلانو او له زده کوونکیو سره سره يو شمېر مېرمنو برخه واخېسته.

د جرګې برخوالو د پاکستان وفاقي حکومت ته دړکه ورکړې که فاټا اصلاحات عملي نه کړل شول نو د مارچ پر دولسمه نېټه به د پلازمېنې پر لور احتجاجي لاریون کوي او غوښتنه يې وکړه چې فاټا دې ژر تر ژره په خېبر پښتونخوا کې ګډه کړي.

د غونډې وروستو له مشال رېډيو سره په خبرو کې په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي استازو پارليماني مشر شاه جي ګل اپرېدي وويل چې دا جرګه يو پیغام وو که د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې شاملېدو نه څوک پر شا شو نو دوی به د احتجاج په توګه پارلېمان او سيکریټرېت بندوي او په لويه شمېره کې به اسلام اباد ته د احتجاج په شکل کې راځي.

د فاټا وکیلانو ټولنې مشر اعجازمومند وويل چې څوک د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې په شاملېدو خپه دي يا يې مخالفت کوي دا په اصل کې د جمهوريت مخالفت کوي ځکه چې دلته راغلي ټول خلک د قبايلي سيمو دي او ټول په شريکه په خېبر پښتونخوا کې شامیلېدل غواړي.

مومند زياته کړه چې نن دلته راغلي خلک ټول په يوه خله دا خبره کوي چې په قامي اسمبلۍ کې کوم بل پروت دی هغه دې په سمدستي توګه منظور کړل شي ځکه چې فاټا په خېبر پښتونخوا کې شاملېدل د پاکستان سلامتيا ده.

په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره د پاکستان وزيراعظم په کال ۲۰۱۵م کې د خپل بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ یوه پنځه کسيزه کميټې جوړه کړې وه. دغه کمېټۍ د قبايلي سيمو تر دورو وروسته په خپلو سپارښتنو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

خو د فاټا سياسي اتحاد مشر نثارمومند وويل چې ټول قبايل د خېبرپښتونخوا سره شاملېدل غواړي او دا غوښتنه کوي چې په راتلونکې ټول ټاکنو کې دې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات په قبايلي سيمو کې وکړی شي او دوي کوم د رواج اېکټ يا بل قانون نه مني بلکې نېغ په نېغه د پاکستان د ۱۹۷۳م د ايين ترمخه خپل حقونه غواړي.

د نثارمومند په وېنا که د کابينې په غونډه کې دغه اصلاحات منظور نه شو نو يوه مياشت پس به دوي بيا اسلام اباد ته راځي او تر هغې به ناست وي چې تر څو يې غوښتنې ونه منل شي.

په دې جرګه کې د واکمن ګوند مسلم ليګ ن پارليماني استازو هم ګډون درلود.

له باجوړ ايجیسۍ منتخب د ياد ګوند د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين خان وويل دوی هيله لري چې د کابينې په غونډه کې به د فاټا پر اصلاحاتو خبرې کېږي خو اوس وخت راغلی چې اېف سي ار قانون ختم شي او ختمېدل یې ډېر نزدې ښکاري او که بيا هم د کابينې په دې غونډه کې پرې بحث ونه شو نو په راتلونکې کې به پرې ضرور کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د حکومتي ګوند د يو غړي په حېث دا خواست کوي چې د کابينې په غونډه کې دې د اصلاحاتو دا راپور تر بحث لاندې راوستل شي، که دا ونه شي نو نن که موږ ته په سټېج خلک پېغور راکوي سبا به يې راته په لارو کوڅو کې هم راکوي.

د قبايلي سيمې د مشرانو دا جرګه په داسې حال کې شوې چې نن د دوشنبې يا نهې په ورځ د وفاقي کابينې غونډه روانه ده او له دې څو ورځې وړاندې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جمعيت علمااسلام هم د قبايلي ولس جرګې کړې وې چې پکې دا غوښتنه شوې وه چې د فاټا د راتلونکې فیصله دې د فاټا ولس وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان کاکړ د ګل په ورځ مشال رېډيو ته د فاټا د استازو له خوا رابلل شوې جرګې په اړه وويل چې دا جرګه نه بلکې جلسه ده او د زرګونو کسانو داسې جلسه د دوی ګوند هم په اسانۍ سره رابللی شي.

XS
SM
MD
LG