د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې پولیسو درې تنه موټر تښتونکي نیولي دي


د دوشنبې ورځې ناوخته خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې پولیسو یاد موټر تښتونکي هغه مهال ونیول چې د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ څخه يې یو عراده فولډر ګاډي خوست ته راوسته.

فیض الله غیرت زیاتوي، کله چې د قضیې په باب پولیسو ته خبر ورکړل شو، نو دوی د خوست-ګردیز د لويې لارې په اوږدو همدارنګه د ښار په عبوري دروازو کې چیک پاینټونه ایجاد کړل، چې په نتیجه کې پولیسو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې درې واړه موټر تښتونکي د ګاډي سره یو ځای ونیول.

خوست امنیه قوماندان وايي:

((ده ورځې مخکې زموږ بیدارو پولیسو ته د پکتیا نه اطلاع رسیږي، چې یو عراده فولډر موټر د څمکنیو ولسوالۍ نه غلو تښتولی دی، پدې وخت کې زموږ زړور پولیس لاس په کار کیږي، د ښار ټولې لارې او هغه لارې چې د نورو ولایتونو څخه خوست ته راغلي دي، چیک پاینټونه ایجادوي، چې په نتیجه کې دغه موتر د دریو سارقینو سره یو ځای بالفعل نیسي او د قانون منګولو ته يې سپاري.))

خوست امنیه قوماندان د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي یو شمېر کسان بېرته خوشي کیږي، وویل چې د دوی دنده د قانون تنفیذ او د مجرمینو نیول دي، الته هغوی ته سزاء غوښتنه او سزاء ورکول په عدلي او قضايي ادارو پورې اړه لري.

د ګاډي مالک هم په خپل وار د پولیسو د چټک فعالیت ستاینه وکړه او د ټولو امنیتي ادارو يې وغوښتل چې د جرایمو په مخنیوي کې خپلې هڅې ګړندی وساتي او قضايي ادارې دې دا ډول خلکو ته د قانون سره سمې سزاء ګانې وټاکي.

نوموړی زیاتوي:

((نوم مې نورالرحمن دی د خوست ولایت اوسیدونکی یم، موږ پولیسو ته اطلاع ورکړه چې سپین رنګه فولډر ګاډی مو غلو تښتولی او په سټو درواوښته، پولیسو او امنیتي ځواکونو عملیات وکړل او چیک پاینټونه يې واچول چې د ګاډي د رسیدو سره سم د نادرشاه کوټ د سنځلی پوستې ونیوه، موټر اوس ما ته سهي او سلامت ورسیده، د پولیسو اردو او ټولو ځواکونو نه هیله کوم چې مخدره موادو انتقال او غلاوې چې کوي د دوی مخه دې ونیول شي او دولت دې ورته خپله سزاء وټاکي.))

که څه هم په خوست کې امنیتي ادارې د قانون د پلي کیدو په برخه کې د یو شمېر لاسته راوړنو او پرمختګونو یادونه کوي، خو بلخوا خلک وايي چې تر اوسه هم په یاد ولایت کې د موټر تښتونو په ګډون بیابیلې جنايي پيښې رامنځته کیږي، خو د دا ډول پېښو د عاملینو نیول او مخینوی د دوی لپاره د پوره قناعت وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG