د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د واورې ورښت ۱۰۷ کسان مړه کړي


د افغانستان اجرایه رييس ډاکټر عبدالله وایي په ټول هيواد کې د واورو له وجې ۱۰۷ کسان مړه شوي او ګڼ کورونه زيانمن شوي دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې مرستندويه ډلې باران او واورو ځپلو سيمو ته د مرستو رسولو لپاره رسيدلي دي.

د چارواکو په خبره د افغان ځواکونو په مټ يې د سالنګ لويه لاره خلاصه کړې او د نورو لارو پر پرانيستلو کار روان دی.

دنورستان ولايت والي حافظ عبدالقیوم د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته ويلي چې دوی دغلته له واورو ۵۷ مړي او ۲۷ زخميان راويستلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG