د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اصلاحاتو په باب د فاټا ولس هېچا نه دی غږولی'


د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه د غونډو په لړ کې يوه بله جرګه په اسلام اباد کې روانه ده. د نننۍ جرګې یوه کوربانه او په پارلېمان کې د خيبر ايجنسۍ غړي شاه جي ګل اپرېدي مشال ريډيو ته وويل دوی غواړي د حکومتي کمېټۍ هغه وړانديز عملي شي چې ويلي يې ول قبايلي سيمې دې په خيبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي.

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر حامد خان اڅکزي پرون د اتوار ورځ مشال ريډيو ته وويل حکومتي کمېټۍ له ټولو قبايلو پوښتنه نه ده کړې.

تر دې مخکې پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلنه د سياستوالو، مدني ټولنو غړیو او زده کوونکیو يوه جرګه کې فیصله شوې وه چې د فاټا حیثيت په باب هره پرېکړه بايد له قبايلو څخه تر پراخې پوښتنې وروسته وشي.

په همدې حال کې د قبايلي سيمو عام وګړي تور پورې کوي چې په پېښور، کوټه او اسلام اباد کې ناست سياستوال او مشران پر دوی خپل سياست کوي.

د شمالي وزيرستان منور شاه چې د څه باندې دوه کاله کډوالۍ ژوند تېرولو ورسته خپلې سيمې ته ستون شوی دی وايي، پر دوی بمبارۍ وشوې، چې پکې د دوی زنانه ،ماشومان، مشران او ځوانان مړه او کورونه يې ړنګ شول او دوی بې کوره شول خو هيڅ يو سياسي ګوند يې پوښتنه ونه کړه.

نوموړی وايي قبايلي سيمې اول وسله والو او بيا پوځ ونيولې خو پرضد يې سياسي ګوندونو خبري غونډه قدرې ونه کړه. منور شا تور پوری کړ چې د سياسي ګوندونو او ځينو قبايلي مشرانو لخوا اوسنۍ جرګې او مظاهرې د فاټا اصلاحاتو لپاره نه بلکې د خپلو شخصي ګټو لپاره دي:

« زموږ خو نورې هم ډيرې مسئلې وې، نو دې سياسي ګوندونو پر هغو ولې احتجاج و نه کړو، پر موږ چې ظلمونه کېدل نو دا سياستوال چېرته ول؟ دوی زموږ لپاره په پارلېمان کې غږ پورته کړی؟ زموږ لپاره يې په اسلام اباد کې لانګ مارچ کړی؟ نه هېڅ کله نه.»

منورشا تور پوری کړ چې سياسي ګوندونه د خپل سياسي بازار ګرمولو او د سیاسي ګټو ترلاسه کولو په موخه مظاهرې کوي.

ياده دې وي چې له اوږده وخت راهيسې د فاټا يو شمېر سياسي ګوندونو اتحاد د دې لپاره جرګې او مظاهرې کوي چې قبايلي سيمې دې په خېبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

جميعت العلما اسلام (ف) ګوند بيا د دې لپاره مظاهرې کوي چې قبايلي سيمو ته دې د ځان له صوبې حېثيت ورکړل شي. پښتونخوا ملي عوامي پارټي بيا وايي چې د قبايلي سيمو راتلونکي فيصله دې د فاټا ولس پخپله وکړي.

خو د مومندو ايجنسۍ ګل شا ساپی وايي تر اوسه پورې هيچا له قبايلي ولسه پوښتنه نه ده کړې چې دوی د قبايلي سيمو راتلونکی اييني او انتظامي حېثيت په څه ډول غواړي؟

« له موږ قبايلو هېچا پوښتنه نه ده کړې، دا کوم سياسي ګوندونه چې اوس کوم غږ پورته کوي، دا د خپل ووټ بینک زياتولو لپاره کوي، دا ټول سياسي ګوندونه په قبايلي سيمو کې هېڅ اهميت نه لري. کوم قوتونه چې په قبايلي سيمو کې اصلاحات کول غواړي هغه دې په خپله راشي له موږ قبايلو دې پوښتنه وکړي چې موږ څه غواړو. »

ګل شا ساپي تور پوری کړ چې سياسي ګوندونو له کسته خپلمنځي اختلافات رامنځ کړي چې دارنګ په فاټا کې اصلاحات و نه شي.

خو سياسي ګوندونه دغه تورونه ردوي او وايي چې دوي په قبايلي سيمو کې خپل يوشمېر پلويان لري او دوی له جمهوري لارې په قبايلي سيمو کې اييني او انتظامي اصلاحات غواړي.

په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره د پاکستان وزيراعظم په کال ۲۰۱۵ کې د خپل بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ یوه پنځه کسيزه کميټې جوړه کړې وه. دغه کمېټۍ د قبايلي سيمو تر دورو وروسته په خپلو سپارښتنو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي.

XS
SM
MD
LG