د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان کې د واورو ښوېدو پېښې ۵۷ مړي اېستل شوي


په پنجشېر کې د واورو ښوېدو پېښې انځور. ۲۶/۲/۲۰۱۵
په پنجشېر کې د واورو ښوېدو پېښې انځور. ۲۶/۲/۲۰۱۵

د نورستان په برګېمټال ولسوالۍ کې د واورو ښوېدو په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو شمېر ۸۴ تنو ته ورسېدلو.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د دوشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل تراوسه د پېښې له ځایه ۵۷ مړي او ۲۷ ټپیان را-اېستل شوي دي.

نوموړي وویل دوی سېمې ته د هوا له لارې یوه اندازه مرستې رسولې او د نورو مرستو رسولو هڅې روانې دي. د نورستان او یوشمېر نور سیمو دولتي چارواکي هم برګېمټال ته رسېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG