د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان: د واورې ګټ لسګونه خلک وژلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

روح الله انوري

د افغانستان د نورستان ولایت د برګیمتال ولسوالۍ په حفصي کلي کې د برف کوچ ( واورې ګټ د ښویېدو) له وجې لسګونه کسان مړه شوي او تر اوسه پنځوس جسدونه راویستل شوي دي او دنورو جسدونو په راویستلو خلکو بوخت دي.

دنورستان والي حافظ عبدالقیوم مشال راډیو ته وویل، دبرګیمټال په حفصي کلي د یکشنبې په ورځ د واورې ګټ پرېوتلی چې نیم کلی یي لاندې کړی او خلکو تراوسه پنځوس جسدونه له واورو راویستلي او دنورو دراویستلو هڅې کوې.

«په حفصۍ کلي کې برف کوچ تقریبا دکلي اکثره برخې لاندې کړي دي .تراوسه چې موږ ته کوم معلومات راغلي پکې ویل شوي چې پنځوس تنه پکې شهیدان دي.»

هغه وویل دوی دهوا له لارې خلکو سره دمرستو هڅه وکړه خو سمدستي دهوا دخرابوالي له امله پدې ندي بریالي شوي. والي وویل دنزدي کلیو اوسیدونکو ته یي ویلي چې دحفصي کلي خلکو سره دمرستې دپاره ورشي او دجسدونو په راویستلو کې مرسته وکړي.

«موږ کوښښ کولو چې خلکو ته دهوا له لارې کومک ورسوو اویاهم زخمیان ددرملنې لپاره را انتقال کړو ،خو هوا خرابه ده، خو هلته اوس هم ورښت دی او دطیارو تګ ورته امکان نلرې .که هوا ښه شي نو انشاالله چې کومک به ورته ورسوو .»

هغه وویل دنورستان په منډول ولسوالۍ کې هم په یوه کور برف کوچ راغلی او په نتیجه کې يي څلور کسان مړه شوي او یوه مرمن ټپي ده.

دبرګیمټال اوسیدونکو هم مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې يي دنورو کلونو په پرتله زیاته واوره شوي او خلکو ته يي مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

حاجي غلام الله نورستانی وايي:

« غټ ناورین دی، له یو کلي بل ته هیڅوک نشي تللی،پنځه څلویښت کسان خو ویستل شوي نور هم شته دی. مکمل یو غټ کلی برف کوچ او طوفان لاندې کړی دی. د کلي نفوس خو له پنځه سوو هم زیات دی. دکومک د پاره له نورو کلو څوک نشي تللی که له هوا څه مرسته وشي وي به ګینې نوره مرسته څوک نشي کولی.»

دنورستان په اکثرو سیمو کې سختې واورې شوې چې له امله يي یاد ولایت ته ټولې تللې لارې تړلې دي.

XS
SM
MD
LG