د لاسرسي ځای

تازه خبر

سختدریځې ډلې، بدل نومونه او نوي فعالیتونه


د پاکستان د مختلفو ګوندونو سره تعلق لرونکي پارلماني استازي وايي چې حکومت دې په يو تنظيم تر نوم حده بنديزونه نه لګوي بلکې هغه دې په بدل نوم هم د کار کولو نه منع کړي.

د سينټ د دفاع لپاره د قايمه کمېټۍ غړي او جميعت علماء اسلام( ف) ډلې سينټر عطاء الرحمن مشال راډيو ته وويل چې حکومت په يو شمير تنظيمونو بنديزونه ولګوي خو دغه تنظيمونه په بدلو نومونو سره خپلې هلې ځلې جاري ساتي نو ورله پکار دي چې صرف په نومونو نه بلکې د هغوی په هر قسمه کارونو دې هم بنديز ولګوي.

حکومت په يو شمير تنظيمونو بنديزونه ولګوي خو دغه تنظيمونه په بدلو نومونو سره خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
سناتور عطاالرحمان

د نوموړي په وينا که يو سياسي تن وي او که يو تنظيم وي نو دوی د حکومت د بندېزونو باوجود خپل کار نه پرېږدي نو حکومت له پکار دي چې دې لړ کې څه کوټلي ګامونه پورته کړي او قانون سازي دي وکړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت تېره مياشت د جمات الدعوه مشر حافظ سعيد په خپل کورکې د نظر بند کولو وروستو د پنجاب په مختلفو سیمو کې د دې ډلې پرضد عملیات پیل کړل خو د نوموړي تنظيم د تحریک ازادي جمو او کشمیر په نوم خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړی دی او په دې لړ کې يې د خالي پر ورځ په پيښور کې د کشميريانو سره يو والي لپاره يوه احتجاجي مظاهره هم وکړه چې پکې د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي عارف يوسفزي هم ګډون کړی و:

دا مظاهره خو صرف کشميريانو سره د يو والي لپاره وه نو ځکه مې پکې ګډون وکړو.
د تحریک انصاف غړی عارف یوسفزی

مشال راډيو چې کله د عارف يوسفزي نه د دغه تنظيم په مظاهره کې د ګډون په هکله تپوس وکړو نو نوموړي وویل چې د ياد تنظيم د نورو هلو ځلو سره څه کار نه لري او دا مظاهره خو صرف کشميريانو سره د يو والي لپاره وه نو ځکه يې پکې ګډون وکړو او په راتلونکي کي هم که دوی د دا قسمه پروګرامونو تابيا کوي نو ضرور به پکې ګډون کوي.

هند پر حافظ سعید تور لګوي چې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ د حملو پلان یي جوړ کړی و او پر پاکستان نیوکې کوي چې هغو ترهګرو ډلو ته یي خوندي ځایونه ورکړي چې په هند او سيمه کې ترهګرې حملې کوي خو پاکستان دا تورونه ردوی.

مېرمن بشرا ګوهر
مېرمن بشرا ګوهر

د دې ترڅنګ ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ او امريکا په ۲۰۱۲ کې حافظ سعيد د نړيوالو ترهګرو په ليست کې شامل کړ او امريکا د هغه د نيولو لپاره لس ميليونه ډالره انعام هم مقرر کړی.

د پاکستان د قومې اسمبلۍ پخوانۍ غړې او د عوامي نیشنل ګوند یوه مشره بشری ګوهر وايي چې په قامي ايکشن پلان کې دا ويلې شوي وو چې ټولو ناقانونه ګرځول شويو تنظيمونو پر ضد به کارروايي کېږي او دوی به په بدل نومونو کار کولو ته نه پرېږدي خو افسوس چې په ياد پلان تراوسه په صحيح توګه عمل ونه کړل شو.

د نوموړې وينا وه چې حافظ سعيد اوس هم بيانونه ورکوي او د هغوی په حق کې جلسې جلسونو هم راويستل کېږي خو يو صوبايي حکومت هم دوی منع نکړل نو دا د رياست او د حکومت ناکامي ده.

د يادونې وړ ده چې حافظ سعيد له دې وړاندې هم د ۲۰۰۸ کال په پای کې نیول شوی و او په ۲۰۰۹ کې بیا خوشی کړل شو.

XS
SM
MD
LG