د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د ۷ اسلامي هیوادونو پر اتباعو سفري بندیزونو ناندرۍ راپارولي


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا انصاف وزارت د هغه عدالتي فېصلی خلاف اپیل کړی چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د اوو اسلامي هېوادونو د وګړیو امریکا ته د ورتللو عارضي محدودیتونه یې لغوه کړی دی. د یادو هېوادونو په وګړیو دغه محدودیتونه د درېوو میاشتو لپاره لګول شوي وو.

دغه محدودیتونه د ایران، عراق، لیبیا، سومالیه، سوډان، یمن او شام په خلکو لګول شوي ول چې د عدالتي فېصلی تر مخه د ختمیدلو وروسته یې د یادو هېوادونو خلکو امریکا ته ورتګ تند کړی دی. د ولسمشر ټرمپ دغه فرمان په امریکا کې دننه او بهر مظاهری راپارولي دي.

د تیرې جمعې په ورځ د واشګټن ریاست په سیاټل ښار کې یو وفاقي جج جېمز رابرټ دا فېصله په دې بنیاد وکړه چې د ولسمشر ټرمپ د محدودیتونو لګوونکي فرمان لوجې د عامو خلکو ژوند د زیان سره مخ کیدلی شي. د دې په جواب کې ولسمشر ټرمپ په ټولیزه رسنۍ ټویټر یو شمیر پیغامونه خپاره کړل چې پکې یې جېمز رابرټ نام نهاد ( تش په نامه) جج بللی دی.

رویټرز خبري اژانس، په دې اړه خپل یو رپورټ کې لیکي چې یوې خوا ته خلکو د ولسمشرټرمپ دغه پیغامونه تر حد وتلي بولي او وايي چې نوموړی هغه عدالتي نظام له پامه غورځوي کوم چې په هېواد کې د سپینې ماڼۍ او کانګریس هلې ځلې په نظر کې ساتي. بلخوا ولسمشر ټرمپ په فلوریډا ریاست کې خبریالانو ته ویلي چې د هېواد د امنیت په اړه فېصله کې به یې انتظامیه بریالي کیږي.

د امریکا د عدلیې وزارت د عدالتي فېصلی خلاف په خپل اپیل کې موقف اختیار کړی چې وفاقي جج جېمز رابرټ د ولسمشریز فرمان لغوه کولو لپاره قانوني دلایل نه دي وړاندې کړي او نه یې په دغه فرمان کې کومه قانوني نیمګړتیا په ګوته کړی ده.

رویټرز لیکي چې د امریکا د خارجه او کورنيو چارو وزارتونو ویلي، دوی په دغه وروستي عدالتي حکم عمل شورو کړی او تمه ده چې د یادو اوو اسلامي هېوادونو ګڼ شمیر خلک نن د اتوار په ورځ امریکا ته ورتګ شورو کړي.

دا راز امریکايي حکومت وايي چې د سبا یعنې ګل ورځې نه به امریکا ته د کډوالو ورتګ هم شورو شي. خو که ټرمپ انتظامیه اپیل وګټي نو ممکنه ده چې په اولو کې د فرمان عملي کیدلو په څیر یو وار بیا په هوايی دګرونو ګډوډي رامنځ ته شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG