د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان کې واورې ښوييدو لس کسان مړه کړي


په بدخشان کې سيمه ييزچارواکي وايي په مايمي ولسوالۍ کې ١٢نور ټپيان شوي هم دي.

د بدخشان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشرسيد عبدالله همايون دهقان ازادي راډيو ته وویل چې تیره شپه د دې ولسوالۍ په مرغوت کلي کې د شدید توفان له وجې ۲۵ کورونه هم نړیدلي دي.

دهقان زياته کړه چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل هم دي.

د بدخشان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر وایي د واورې د ورښت له وجې د دغې ولسوالۍ ټولې مواصلاتي لارې تړل شوي او هڅه کوي چې د هوا له لارې زیانمونو شویو ته مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شدید توفان او واورې د ورښت له وجې په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې ډيرې موصلاتي لارې تړل شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG