د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکمتیار د ملګرو ملتونو د بندیزونو له ليست ليري شو


د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه ليک کې دا يو مهم شرط وو چې د د حکمتيار تر څنګ د هغه د ډلې ځينې نور مشران هم د ملګرو ملتونو له تور ليست وباسي.

د ملګرو ملتونو له خوا په خپرې شوې پرونۍخبرپاڼې کې راغلي چې د امنیت شورا د جمعې په ورځ د القاعدې شبکې او داعش له لېسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نوم لېرې کړی دی.

د دغه ګوند ویاند حشمت ‌الله ارشد هم نن له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو له لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم لېري کېدل له افغان حکومت سره د سولې د هوکړه لیک یو له مهمو مواردو څخه و.

نوموړي وویل چې ممکن تر راتلونکو لسو یا شلو ورځو پوري ښاغلی حکمتیار کابل ته راشي او په دې برخه کې مهم تدابیر هم نیول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندي افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي وو چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مشرانو بندیزونه لرې کړي.

تر دې مخکې د ياد ګوند غړو ويلي وو چې کله یې غوښتنې ومنل شي، مشر به‌یې کابل ته لاړشي. دا نه ده معلومه چې حکمتيار دا مهال چيرته دی.

د حزب‎اسلامي غوښتنې، پر دغه ګوند د لګېدلو بندیزونو لیرې کېدل، د یو شمېر بندیانو خوشې کول، د راستنېدونکو کډوالو لپاره‌یې د ځمکې ټاکل او کابل کې د حکمتیار د استوګنې معلومول دي.

تيرکال ستمبر کې د افغان حکومت او حزب اسلامي پلاوو ترمنځ د سولې تړون شوی وو
تيرکال ستمبر کې د افغان حکومت او حزب اسلامي پلاوو ترمنځ د سولې تړون شوی وو

د حزب‎اسلامي جګپوړي غړي محمد امین کریم ازادۍ رايډيو ته ويلي وو کابل کې څو ځایه په نښه شوي دي چې حکمتیار به هلته اوسي، خو تر اوسه پرېکړه نه‎ده شوې.

نوموړي زياته کړه: "داسې ځای نه‎وي چې خلک د مراجعینو له زیات تګ راتګه په عذاب شي، نو که لږ ګوښه ځای وي، غوره به وي. دوهم باید دا ځای د امنیت له پلوه مناسب وي، درېیم باید لوکس او دولتي ځای نه‎وي، څلورم هم دا چې پته‌یې اسانه وي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG