د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: ځوانان د مذهب او سياست په نامه دوکه کېږي


وزيراعظم زياته کړه چې دلته ډېر خلک ځوانان د مذهب او سياست په نامه دوکه کېږي خو دا دې په ډاګه وي چې هم دغه خلک يواځې خپلې ګټې غواړي او له ځوانانو سره هم مخلص نه دي.

وزيراعظم نوازشريف د جمعې په ورځ د سيند جامشورو ضلعې په نوري اباد سيمه کې د حيدراباد او کراچۍ ترمنځ شپږ ـ اړخيزه موټروې د لومړۍ برخې پرانستنه وکړه او ويلي يې دي چې د ۲۰۱۹م پورې به دوی تر پېښوره دا موټروې غځوي.

د پرانستنې دستورې ته په خپله وینا کې وزيراعظم نوازشريف وويل چې د کراچۍ - حېدراباد لويه لار (موټروی) باندې تر شپېته فيصده پورې کار پوره شوی دی او تر بل کاله به بشپړ شي. په ملتان - سکر لار هم کار پېل کړی شوی دی. له حیدراباده - سکر پورې به هم موټروې جوړېږي او د ۲۰۱۹م پورې به له کراچۍ تر پېښوره موټروې پوره شي.

وزيراعظم زياته کړه چې دلته ډېر خلک ځوانان د مذهب او سياست په نامه دوکه کېږي خو دا دې په ډاګه وي چې هم دغه خلک يواځې خپلې ګټې غواړي او له ځوانانو سره هم مخلص نه دي.

"په دې وطن کې د داسې خلکو کمی نشته چې کله د مذهب او کله د سياست په نامه ځوانان خرابوي، د هغوي اخلاق خرابوي، ولس په دې پوهه دی چې دغه خلک د ځوانانو او ټول قام سره هم مخلص نه دي، موږ به خپل نوی نسل له دا رنګ خلکو بچ کوو. موږ غواړو دوی له معاشي پلوه پر خپلو پښو ودري ځکه چې کله معيشت په خپلو پښتو ودرېږي نو په يقيني توګه به په معاشي سرګرميانو کې هم تېزي راشي."

وزيراعظم نوازشريف په خپله وېنا کې وويل چې کله دوی په ۲۰۱۳م کې په حکومت کې راغلل نو هېواد کنګال او ديواليه کېدو ته نزدې وو، ځوانان بې روزګاره ول او بې روزګاره ځوانان دوکه کول ډېر اسان دي خو اوس داسې نه ده بلکې پاکستان په معاشي توګه په نړيوال کچ اوس منل شوی چې څومره پرمختګ يې کړی دی.

د بجلۍ کمښت په اړه وزيراعظم نوازشريف وويل چې د راروان کال په پېل کې به لس زره مېګاواټه بجلۍ د پاکستان بجلۍ نظام ته راشي چې له دې سره به به د بجلۍ لوډشېډینګ په مکمله توګه ختم شي.

وزيراعظم زياته کړه چې د دې هېواد ولس ته د سړکونو ضرورت دی، په لاکونو پښتنو د پنجاب زميندار او بلوڅ ولس هم د دې ارزښت نه خبر دي خو په سړکونو هغه څوک تنقيد کوي چې په خپله په هيليکاپټر کې ګرځي.

((د پاک - چين اقتصادي راهدارۍ لويه منصوبه تر يوشمېر مرحلو راتېره شوې ده، د دې منصوبې له لارې په زرګونو ځوانانو ته روزګار ملاو شوی او په لاکونو نورو ته به هم ملاوېږي. دا موټروی به په راتلونکیو څو مياشتو کې سر ته رسي، د دې د ارزښت پوښتنه د هغه لکونو پښتنو نه وکړئ چې د روزګار لپاره کراچۍ ته راغلي خو خپلو خلکو نه هم ځان خبرول غواړي. د پنجاب د هغه زميندارانو نه وکړئ چې خپل فصل منډيانو ته وړل غواړي، د بلوچستان هغه غريب ولس ته د موټروی ضرورت دی چې ناجوړه شي نو په وخت روغتون ته نه رسي، د دې سړکونو د سيند زميندارانو او مزدورانو ته هم ضرورت دی چې هره ورځ د روزګار لپاره ښارونو ته ځي.))

په خپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې د پاکستان تر جوړېدو اويا کال پس په وړومبي ځل دوی د سيند صوبې په تهر سيمه کې د کويلې را-اېستلو په کار لاس پورې کړی دی او هم هلته به د بجلۍ جوړولو کارخانې هم جوړول کېږي.

د پاکستان سرکاري ميډيا (رېډيو پاکستان) د يو راپور له مخې له حيدراباده تر کراچۍ د شپږ اړخيزه موټروې دا وړومبۍ برخه ۷۵ کلوميټره ده.

د ذکر ده چې د کراچۍ حېدراباد موټروی منصوبه د پاک چين اقتصادي راهدارۍ برخه ده چې په مارچ ۲۰۱۵م کې پرې کار پېل شوی وو.

XS
SM
MD
LG