د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بیلا روس ولسمشر پر روس تنقید کړی دی


د بیلا روس ولسمشر ایلکساندر لوکا شینکا د لوی کچې یو خبري غوندې پر وخت پر روس تنقید کړی دی او د روس پر حکومتیې تور لګولی چې د نږدیو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د معاهدو سرغړونه کوي او د انرجۍ د رسد په پلمه یې ځوروي.

نن په منڅک کې له خبریالانو سره د خبرو په وخت لوکا شینکا وویل چې روس یوازی په لاسلیکولو سره له بیلا روس سره سرحدي تړونونه ختم کړل.

نوموړي د روس هغو ګامونو ته اشاره وکړه چې په سرحدونو د کنټرول چارې پر ځای کول غواړي. دا ګام روس تر دې وروسته اخلي چې بېلا روس د روانې میاشتې پر نهمه نېټه له اتیاو هېوادونو د لنډې مودې لپاره دغه هېواد ته د ویزې بغېر د وګړیو ورتګ په اړه تیاری کوي.

روس لا د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG