د لاسرسي ځای

مالټا کې اروپا ته د ننوتونکیو کډوالو مخنیوي لپاره سرمشریزه کیږي


د مالټا په وېلیټا کې د اروپايي مشرانو سرمشریزه. ۳م فېبروي ۲۰۱۷

د مالټا په وېلیټا کې د اروپايي مشرانو سرمشریزه. ۳م فېبروي ۲۰۱۷

د اروپايي ټولنې هېوادونو مشران له روم سمندرګي نه د پناه غوښتونکو د ور اوښتو لړۍ د کمولو لارو چارو موندلو او له اروپايي ټولنې د برتانیې د وتلو مزاکراتو په لړ کې د یو والي ښودلو لپاره د فبرورۍ په درېمه په مالټا کې ملاقات کوي.

په سرمشریزه کې د ډونلډ ټرمپ تر انتظامیې لاندې له امریکا سره د تعلقاتو په اړه اندېښنې څرګندې شوې چې د فرانس ولسمشر فرانسوه اولاند په خبره پر اروپايي اتحادیه یې د نه منلو وړ فشار اچولی دی.

د غونډې لومړۍ ایجنډا له میډټرانیې اروپا ته داخلېدونکي پناه غوښتونکي ول. د اتحادیې ټول ۲۸ هېوادونه په سرمشریزه کې موجود ول.

تمه کیږي چې مشران داسې ګامونه پورته کړي چې ورسره د کډوالو منع کولو په برخه کې د لیبیا صلاحیت زیات کړل شي او په هېواد کې د پناه غوښتنونکو کډوالو کېمپ کې ښه شرایط برابر کړل شي.

د اټلي او لیبیا وزیراعظمانو پرون په روم کې د روم سمندرګي له لارې د غېرقانوني مهاجرت څپه کمولو په مقصد یوه موافقه لاسلیک کړه. اروپايي ټولنه وايي په ۲۰۱۶م کال کې په یو لاک یو اتیا زرو کډوالو کې چې لیبیا ته ورغلي ول، زیاتره یې غیر قانوني ول چې د اقتصادي وجوهاتو له امله دغه هېواد ته داخل شوي وو.

د جرمني چانسلرې انګېلا مرکیل د امریکا له نوي انتظامیې سره د تعلقاتو په لړ کې وویل تر ټولو غوره لاره به دا وي چې اروپايي ټولنه خپل پلانونه پرمخ بوځي.

ټاکل شوې چې په سرمشریزه کې له اروپايي ټولنې د برتانیا له وتلو پس د اتحادیې راتلونکي په اړه به هم خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG