د لاسرسي ځای

” له کراچۍ تر پېښوره موټر وې به په ۲۰۱۹م کې پوره شي “


د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د سند صوبې جامشورو ضلعې په نوري اباد سيمه کې د حيدراباد او کراچۍ ترمنځ د شپږ رویه موټروی د وړومبۍ برخې پرانستې په وخت ویلي چې د ۲۰۱۹م کال پورې به ترپېښوره دا موټروی غځوي.

د جمعې په ورځد پرانستې دستورې ته په وېنا کې نوازشريف وويل چې د کراچۍ حېدراباد لويه لار (موټروی) باندې تر شپېته فيصده کار مکمل شوی دی چې تر راتلونکي کاله به سر ته رسول کېږي. هغه وویل په ملتان سکهر لار هم کار شورو شوی دی،او د ۲۰۱۹م پورې به لهکراچۍ نه تر پېښوره موټروی پوره شي.

نواز شریف وویل په واک کې یې پاکستان اقتصادي پرمختګ کړی دی او زیاته یې کړه

چې د راتلونکي کالپه سر کې به لس زره مېګاواټه بجلي د پاکستان بجلۍ نظام ته راشي او د بجلۍ لوډشيډنګ به په مکمله توګه ختم شي.

XS
SM
MD
LG