افغان چارواکي وايي په ورستیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارت کې خوا اوشا ۴۰ فیصده کمې راغلې دې.
دا خبره د جمعې په ورځپه پېښور کې د افغانستان ټرېډ کمشنر مرويس يوسفزئې نن مشال ریډیو ته وکړه.
نوموړي وویل سياسي کړکيچ او په ډيورنډ پوله د تګ راتګ ستونځې په سیمه کې تجارت ته نقصان رسولې دې. خو زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت ته د ودې ورکولو او بیا یې تر هند او منځني اسیا د غځولو لپاره کوششونه روان دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پاکستان او افغانستان تر منځ پياوړې تجارتي اړېکې د دواړو خواو ولس ته ګټه رسولی شي.