د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین ته بیا جګړه راوګرځېده


په وینو لړلیو واورو باندې په خپلو ګونډو ناسته ویرجنه نادیه ولکووا د خپلې وژل شوې ۶۰ کلنې مور کاتيا بدن پلټي.
په وینو لړلیو واورو باندې په خپلو ګونډو ناسته ویرجنه نادیه ولکووا د خپلې وژل شوې ۶۰ کلنې مور کاتيا بدن پلټي.

په اوکراين کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوو بيلتونپالو ترمنځ د جنورۍ له ۲۹ مې نېټې راهیسې په جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي. د اوکراين ځواکونو ويلي دي چې په تازه نښتو کې دوه پوځيان وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

په وینو لړلیو واورو باندې په خپلو ګونډو ناسته ویرجنه نادیه ولکووا د خپلې وژل شوې ۶۰ کلنې مور کاتيا بدن پلټي.

۲۴ کلنه ولکوا ژاړي او کوشش کوي چې د خپلې مړې مور له بدنه وینه لیرې کړي. د اوکراين ختيز ښاراودييوکا کې ته څلور ورځې وړاندې جګړه بیا راګرځېدلې ده.

د فبرورۍ په لومړۍ نېټه شاوخوا اووه نيمې بجې توغنديو دغه ښار په نښه کړ. په دغه ښار کې تر ۲۲۰۰۰ پورې وګړي اوسېږي. د دغه ښار هستوګن وايي چې کاتيا ولکووا د هغې مور او نيا له خپل کوره مارکيټ ته په لار ووژل شول.

په لومړي ځل نېږدې درې کاله وړاندې د اوکراين ختیز کې جګړه پيل شوې وه.

د حکومتي ځواکونو او د روسيو په ملاتړ بيلتونغوښتونکو ترمنځ سختې جګړې شوې دي. په دې کې اودييوکا ښار تر ټولو زيات ځپل شوی دی.

د جنورۍ له ۲۸ نېټې څخه په دغه ښار بمبارۍ کېږي. دغه صنعتي ښار کې ځای پر ځای د ودانیو ماتې شیشې دي او ویر دی. دلته د توپو ګوله بارۍ له وجې ډېر کم خلک تر سترګو کېږي.

د فبروری په لومړۍ نېټه د توپ ګولو په نتیجه کې یو کور تباه شوی دی.
د فبروری په لومړۍ نېټه د توپ ګولو په نتیجه کې یو کور تباه شوی دی.

دوه کاله وړاندې په دیبالڅیو سيمه کې سختې جګړې شوې وي. د هغې جګړې مقصد له دې ځایه ۷۰ کلوميټره لیرې په شمال ختيځ کې د اور ګاډي یو سټراتيژیک چوک نیول وو. هغه جګړه د سلګونو هغو اوکراينیو سرتېرو په وژلو ختمه شوه، چې روسیو او د هغوی لاسپوڅیو بيلتونغوښتونکیو راګير کړي ول.

هغه جګړې د سولې جوړجاړي ته ورسېده چې د منسک دويم تړون نومېږي. خو د دغه ښار یوه هستوګن پيترو ايوانوويچ وايي اودييوکا دومره بد ښار نه وو. دي وايي دا دیبالڅیو غوندې نه دی.

د حکومتي ځواکونو او روسي پلوو بيلتونپالو ترمنځ د جنورۍ له ۲۹ مې نېټې راهیسې په جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي. د اوکراين ځواکونو ويلي دي چې په تازه نښتو کې دوه پوځيان وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د بيلتونپالو لخوا د مرګ-ژوبلې په اړه هېڅ نه دي ويل شوي.

اوسېدونکي وايي، دواړه لوري ملامت دي.

يو بل کس ويکټر وايي چې اوکرانيان اتلان دي. دا څه رنګه د اتلولۍ عمل وو.

په اودييوکا ښار کې بجلي نه شته او په هغه ځای کې د تودوښې کچه (درجه حرارت) تر منفي ۱۸ پورې رسېږي.

د اوکراين د ملي امنيت او دفاع شورا مشر اوليګزانډر تورچینوو مشال راډيو ته ویلي چې د شاوخو ۲۴ کورونو چتونه د بمباري له وجې له منځه تللي دي.

دا د اودييوکا ښار د سکرو کارخانه ده چې ګوله بارۍ ورته زيان رسولی دی او اوس مهال یوازې شل فيصده فعاله ده.
دا د اودييوکا ښار د سکرو کارخانه ده چې ګوله بارۍ ورته زيان رسولی دی او اوس مهال یوازې شل فيصده فعاله ده.

په اودييوکا ښار کې بجلي نه شته او په هغه ځای کې د تودوښې کچه (درجه حرارت) تر منفي ۱۸ پورې رسېږي. د هغه ښار د سکرو کارخانه هم له کاره لوېدلې ده.

د کارخانې مشر موسا ماګودوف وايي تر ۴۰۰۰ پورې کارکونکي اضافي وخت هم کار کوي او کوشش کوي چې ښار ګرم وساتي. خو د ده په خبره د کارخانې یوازې شل فيصده برخه فعاله ده.

که چېرې دغه کارخانه بنده شي، نو هغه ښار به په کلي بدل شي.

د اودييوکا ښار اوسېدونکي د بشري مرستو په ځای کې خوراک کوي او ځان ګرم ساتي.
د اودييوکا ښار اوسېدونکي د بشري مرستو په ځای کې خوراک کوي او ځان ګرم ساتي.

په هغه ښار کې د بشري مرستو په ځای کې تر دوو زرو پورې کسان ولاړ وي، چې خوراک ترلاسه کړي او خپلځان تود وساتي.

د مرستندويه ادارې کارکونکیو په خبره تر ۱۷۵ کسانو چې پکې ۸۸ماشومان شامل دي له هغه ښاره اېستل شوي دی.

د هغه ښار ټول اوسېدونکي نه غواړي چې له ښاره بهر ولاړ شي.

يو ښځه وايي چې دوی ژوندۍ پاتې شوي، او ژوندي به پاتی شي.

خو نور جلا نظرونه لرلي.

د دونيڅک ګورنر پاولو ژيبریوسکي په هغه ښار کې د بشري مرستو په ځای کې له خلکو سره ګوري.
د دونيڅک ګورنر پاولو ژيبریوسکي په هغه ښار کې د بشري مرستو په ځای کې له خلکو سره ګوري.

د دونسيوک ګورنر پاولو ژيبریوسکي اوسېدنکیو ته ويلي چې د ښار بجلۍ بحالولو او د ښار تودولو لپاره کار کوي. خو د خبرو پروخت خلکو بيا بيا مداخلت کولو.

يو ښځې په چیغو وويل چې د بمبارۍ مخه به څنګه نيسئ.

يوه بل پکې وويل چې دوی څه رنګه کولی شي چې د شپې ويده شي.

يو بل په کې وويل چې د جنګ ختمولو لپاره څه ضروري دي، دلته موږ حلالېږو.

راپور: د مشال راډيو انګريزي څانګې خبريال کريسټوفر ملر​

ژباړه: ګل اياز

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG