د لاسرسي ځای

تازه خبر

دا ځل به یوازې کلیوالې نجونه نرسانې جوړېږي


د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې دا پلا هغه نجونې د قابله ګی او نرسنګ دوه کلن پروګرام ته نیسي، چې په سیمو کې يې نرسانې او قابله ګانې نه وي او کلیوالي شوراګانې يې دا تضمین وکړي، چې خویندې او لوڼې به يې په خپلو کلیو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه کوي.

په خوست کې د نرسنګ او د قابله ګی د پروګرام مسووله ډاکټر خدیجه صافی مشال راډیو ته وايي، د تېر کال په تعقیب سږ کال بیا هم د ناروېژن کمیټه په خوست کې د ۲۵ قابله وو او ۲۵ نرسانو د روزنې دوه کلن پروګرام لري، خو دا ځل به صرف د هغو ساحو نجونې دې پروګرام ته جذب کړي، چې هلته نرسې او قابله وې نه وي.

خدیجه صافی د دې پروګرام موخې داسې په ګوته کړې:

((پخوا چې اکثره قابله ګانې فارغې شوې دي، بېرته هغه سپینو ساحو ته، کلیو او بانډو ته ندي تللې او تر ډېره په ښار کې پاتې شوي، زموږ هدف دادی چې د هغه کلي او بانډې چې هلته قابله نشته نفر ورڅخه انتخاب کړو، ځکه چې هغه بېرته ځي، فکر کوم د دې قابله وو سره به تر ډېره د کلیو او بانډو مشکلات حل شي.))

د قابله ګی او نرسنګ د پروګرام په ازموینه کې نږدې پنځه سوه نجونې برخه لري، چې نیمايي يې تېره ورځ او نیمايي نن د جمعې په ورځ په یاد پروګرام کې د شاملیدو لپاره ازموینه ورکوي.

د ازموینې یوه تنه ګډونواله په خپلو خبرو کې هیله لري، چې امتحان به شفاف وي او مستحقې نجونې به دې پروګرام ته جذب شي:

((نوم مې وسیمه ده، د منیر کلي د نسوانو د لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکې یم، دا چې نن موږ دلته امتحان ته راغلي یو خدای دې وکړي چې شفاف امتحان به وي، کله چې موږ فارغې شو، انشاالله په خپل کلي کې به خدمت کوو، موږ يې وینو چې په کلیوالي کلینکونو کې مو اړتیا ډېره ده، انشاالله د نرسانو په ګمارنې سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه شي.))

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رييس ډاکټر ګل محمدالدین وايي، چې اوسمهال د ټول ولایت په کچه یوه ولسوالي او روغتیايي کلینک هم داسې نشته، چې هلته دې نرسه یا قابله فعالیت ونلري.

دی زیاتوي، خوست غرنۍ سیمه ده او داسې منطقې شته، چې هلته نرسانې او قابله وې نشته، نو دوی دا پلا یواځې له هماغو سپینو ساحو نجونې دې پروګرام ته جذبوي.

ډاکټر ګل محمدالدین دې پروګرام ته د نجونو جذبولو پروسیجر داسې بیانوي:

((د مخکې قابله وو په فراغت سره موږ په خوست کې الحمدالله اوس یو داسې کلینک نلرو، چې په هغه کې نرسه یا قابله نه وي، د دې نجونو په فراغت سره به هم هغه ساحې چې سپینې پاتې شوي، یا هغه لیرې ولسوالۍ وې، چې هلته قابله وې نه وې، دوی موږ ته دا تعهد په لیکلي ډول راکړی چې دوی به په هماغه کلي او ولسوالۍ کې چې دوی ورڅخه مراجعه کړې، هلته به خدمت کوي، نو پدې سره به هغه نمګړتیا چې په لیرې ساحو کې يې لرو، هغه به تر ډېره بریده حل شي.))

د یادونې وړ ده د نارویژن کميټې لخوا دا مهال تر دوه کلونو زده کړو وروسته پنځوسو نجونو د نرسنګ او قابله ګی په برخو کې زده کړې بشپړې کړي، چې په نږدې ورځو کې به ټولنې ته د روغتیايي خدمتونو په موخه وړاندې شي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست د چارواکو په وینا چې له ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۱۶ کال پورې ۱۷۱ تنه قابله ګانې او ۶۱ تنه نرسانې د دو کلنو حکومتي پروګرامونو په بهیر کې روزل شوي، چې دا مهال د ولایتي روغتون په ګډون د ولسوالیو او مرکز په روغتیايي مرکزونو کې پر دندو بوختې دي.

XS
SM
MD
LG