د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني حکومت په مدرسو کې د اصلاحاتو پرېکړه کړې


د پاکستان سرکاري راډیو وايي، تېر مازیګر په اسلام اباد کې د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې دیني مدرسې به د هېواد د تعلیمي نظام برخه جوړوي. په خبر کې راغلي چې د مذهبي چارو او تعلیم له دوو وزیرانو سره په غونډه کې د مدرسو نظام پر جدیدولو باندې بحث وشو او پرېکړه وشوه چې په دې لړ کې به له ټولو اړونده خواو سره مشورې پیلوي.

په پاکستان کې مذهبي سیاسي ګوندونه او ډلې پر حکومت تور پورې کوي چې پر مدرسو د سختدریځۍ ټاپه لګوي او د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې په مټ یې په نښه کوي.

د غونډې په اړه د پاکستان د اعلی تعليم وزير مملکت مشال رېډيو ته وويل چې د پاکستان تر قامي تګلارې لاندې دا ويل شوې ول چې په تعليمي ادارو کې او په خصوصي توګه په مدرسو کې له کرکې ډک موادو باندې بندېز لګول کېږي.

د ده په وېنا په غونډه کې د مدرسوانتطاماتواو نصاب جاج واخېستل شو او په راتلونکې کې به د مدرسو اصلاحاتو په اړه نور هم موثره ګامونه پورته کېږي.

"دوه څيزونه ډېر مهم دي، يو خو دا چې کرکه خوروونکي مواد به کله هم د نصاب برخه نه جوړوو، او په دې لړ کې ټولو مدرسو او د هغې مشرانو په شريکه دا پرېکړه کړې ده، د حکومت سره مکمله مرسته کوي او دې دپاره کميټي هم جوړه شوې ده کومه چې د بيلا بيلو مسلکونو د مدرسو نصاب ګوري چې د کرکې خورولو کوم اړخ پاتې نه شي."

د وزير مملکت په وېنا چې په مدرسو کې به د نوي دور دتقاضو سره سم زدکړي ورکول کېږي کوم لپاره چې د مدسو د مشرانو او د هغوي د تنظيمونو سره خبرې شوي دي.

"مدرسې مرکزي کچې ته د راوستو دپاره دا پرېکړه هم شوې چې کوم د نوي دور زدۀ کړې دي، په ښوونځيو کې ښودل کېږي، نو په مدرسو کې د ديني زده کړو سره سره به دغه تعليم هم ورکول کېږي د کوم دپاره چې د تګلارې جوړولو جايزه اخستل کېږي ځکه چې دا يوه لوظنامه ده خو څنګه به عملي کېږي نو په دې لړ کې زمونږ ځيني پروژو کار پېل کړ ی خو لا هم د نوو څيزونو راوړلو ضرورت دی او په هغې هم زمونږ غور روان دی."

په کال ۲۰۱۴م کال په پښور اسکول حملې وروسته د پاکستان حکومت قامي تګلاره جوړه کړه او دا پکې ويل شوې وو چې په ملک کې به د مدرسو اصلاحات کوي.

امريکا پشمول ځينو نوروهيوادونو پر پاکستان ټينګار کړې چې د مدرسو په نظام کې دې اصلاحات وکړي ځکه چې د دوي په وېنادغه مدرسو کې ځينې مدرسې د سخت دريځۍ فکر خپروي.

XS
SM
MD
LG