د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران د نویو بندیزونو لګولو تیاری کوي


امریکايي رسنۍ خبر ورکوي چې سپینه ماڼۍ پر ایران د بیلېسټېک توغندي د ازموینې او په منځني ختیځ کې د نیابتي جګړو پر مخ وړلو په غبرګون د نویو بندیزونو لګولو تیاری کوي.

اسوشي اېټېډ پریس اژانس، رویټرز او د فرانسې خبري اژانس بېګا د ځېنو امریکايي چارواکو له خولې وویل، ښکاري واشنګټن ژر او کېدای شي همدا نن پر لسګونه ایرانیو وګړو، شرکتونو او حکومتي ادارو بندیزونه اعلان کړي.

د دې چارواکو نومونه نه دي ښودل شوي. هلته د ایران بهرنیو چارو وزارت، د بېلېسټېک توغندي د وروستۍ ازموینې په غبرګون د امریکا حکومت له لوري د نوټس یا خبرداري ورکولو پرېکړه پاروونکې بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قسیمي تېر ماښام دولتي خبري اژانس اېرنا ته وویل چې امریکايي دعوې بې بنسټه، تکراري او پاروونکې دي.

هم د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته په وینا کې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، د ایران توغندي ازموینې د غبرګون په اړه هر څه په پام کې نیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر هم وویل، د امریکا دا اعلان چې ایران به په نوټس کې ساتي د دې اشاره ورکوي چې د تهران ازموینه به بې له عکس العمله نه پاتې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG