د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د اردن له پاچا سره غږېدلی


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اردن پاچا عبدالله دویم په شام کې د کډوالو لپاره د خوندي سیمو جوړولو پر امکاناتو خبرې کړې دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اردن له پاچا عبدالله سره لنډ ملاقات وکړ.

سپینې ماڼۍ وروسته په یوه بیان کې وویل چې ټرمپ ((د اسلامي دولت ډلې ته د ماتې ورکولو په برخه کې د اردن د مهمې ونډې یادونه وکړه او په شام کې یې د محفوظو ځایونو د جوړولو پر امکاناتو خبرې وکړې.))

بیان وايي، ولسمشر د اردن د امنیت او اقتصاد د پیاوړي کولو پر ارزښت هم خبرې وکړې او ویې ویل چې ((اردن په سیمه کې د زغم او منځلاریتوب د یوې نمونې رول لوبوي.))

ټرمپ تېره اوونۍ ویلي ول چې په شام کې به له تاوتریخوالي څخه تښتېدونکو کډوالو لپاره محفوظې سیمې جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG