د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بندیزونو په لیسټ کې پاکستان نه شته


د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا
د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايې چې د امريکا لخوا تر بندېز لاندې ملکونو کې پاکستان شامل نه دې پاکستان او مريکا تر مينځه اړيکې له وړاندې مضبوطې دي او هيله لري چې د نوې انتطاميې سره به دغه اړيکې نورې هم مضبوطې شي.

د زیارت په ورځ د معمول خبري غونډې ته د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا وویل چې د امريکا لخوا په مسلمان ملکونو بندیز په فهرست کې پاکستان شامل نه دی.

نفيس ذکريا زياته کړه چې د کډوالو په اړه هر يو ملک د خپلواکۍ حق تر لاندې پاليسي جوړولو حق لري. خو د پاکستان او مريکا تر مينځه اړيکې له وړاندې مضبوطې دي او هيله لري چې د نوې انتطاميې سره به دغه اړيکې نورې هم مضبوطې شي.

(دغه ډول پريکړو کې بايد سياسي او بشري اړخونه په پام کې وساتل شي، او په دې اساس پرمخ لاړ شي. هيوادونه باید د اعتبار وړ او داسې پالېسۍ خپلې کړي چې هغه عناصر ترې ګټه پورته نه کړي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې اتلاف ته زيان ورسوي.

پاکستان او امريکا په هر يوه څانګې کې ښه اړيکې لري، او هیله من دي چې په راتلونکې کې به نوې انتظاميې سره اړيکې نورې پياوړې کړي.)

د پاکستان او افغانستان تر مينځه دوستۍ او امن په لړ کې هلو ځلو په اړه د نفيس ذکريا وېنا وه چې پاکستان تل په افغانستان کې د امن راوستو لپاره هلې ځلې کړي.

د ده په وېنا چې په افغانستان کې د بد امنۍ او بې ثباتۍ له وجې په نړۍ کې د ټولو نه زيات پاکستان متاثره شوی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې په پاکستان کې امن د افغانستان په خاوره امن راوستو سره تړلی دی

(زه به دا ويل غواړم چې پاکستان د افغانستان سره هميشه مضبوطې اړيکې غواړي او غوښتې دي.او د دې ثبوت دا دی چې د افغانستان لخوا منفي بيانونه راتلو نه پس هم پاکستان د صبر او زغم مظاهره وکړه.زموږ په دې يقين دی چې په افغانستان کې امن د پاکستان او سيمې په ګټه دی او حقيقيت خو دا دی چې په افغانستان کې بې ثباتۍله وجې د ټولو زيات پاکستان متاثره شوی.په دې لړ کې هيواد نه بهر د افغان دولت او وسله والو ډلو تر مينځه د سولې د مذاکراتو مرسته کوو او طالبان د مذکراتو ميز ته راوستلو لپاره پاکستان سنجيده هلې ځلې کوي.)

په خبرې غونډه کې د بهرنيو چارو د دفتر وياند نفيس ذکريا دا هم اعلان وکړو چې د اقتصادي همکارۍ سازمان ديرشمه غوندۀ په سږ کال د مارچ په مياشت کې په اسلام اباد کې کېږي.

XS
SM
MD
LG