د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:ډورن برید څلور داعشیان وژلي دي


د افغانستان د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال څلور داعشیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل چې یاد وسله وال نن چارشنبې سهار مهال د یادې ولسوالۍ د ګورګوري په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې مړه او ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د یاد ولایت د اچین ولسوالۍ د پېښې په سیمه کې د داعش وسله والو یو سرګروپ هم وژل شوی و.

داعش وسله والو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG