د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د افراطیت سره د مبارزې دوه ورځنی کنفرانس پیل شو


د سولې او پيوستون لپاره همکارې موسسې په ننګرهار کې د تاوتریخجن افراطیت سره د مبارزې په وړاندې دوه ورځنی کنفرانس د چارشنبې په ورځ پیل کړ. د يادې ټولنې مسوولین وايي چې دوی به د افراطیت په اړه په کنفرانس کې نظریات راټولوي او بیا به يې د دولت د پالیسۍ په بهير کې شاملوي.

د تاوتریخجن افراطیت پر وړاندې د مبارزې دا دوه ورځنی کنفرانس د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې پیل شو چې پر یو شمېر دولتي چارواکو سربيره په کې دیني عالمانو د مدني ټولنو ګڼو ښځینه او نارینه فعالانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د سولې او پيوستون لپاره د همکارې موسسې مسوول نظیف الله ساحل د کنفرانس په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( د دې کنفرانس هدف د افراطیت د شومې پديدې سره مبارزه کول دي. په دغه کنفرانس کې دیني عالمان، دولتي کارکوونکي او مدني فعالانو ګډون کړی، د دوی نظریات راټولو او بیا يې د دولت د پالیسۍ په بهير کې شاملوو.))

دا چې تاوتریخوالی او افراطیت څه ته وايي، دا پوښتنه د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسيون مشره صبرینه حميدي دا رنګه ځوابوي.


(( هر هغه عمل چې یو شخص په کې د تعادل، توازن او معقول حالت نه ووځي، هغه خپله افراطیت دی او هر هغه عمل چې یو بل انسان ته په جاری حالت او راتلونکي کې صدمه ورسوي که هغه رواني صدمه وي او که فریکي صدمه وي، هغې ته تاوتریخوالی وايي.))


د ننګرهار ولایت حقوقي مشاور اکبر شير وویل، تر هغې چې په کورنیو کې افراطیت له منځه نه وي تللی، ټولنه به د افراطیت په ناروغه اخته وي.


(( تر هغې پورې موږ نه شو کامیابېدلې څو پورې چې موږ د افراطیت د تفکر سره مبارزه ونه کړو. د افراطیت سره مبارز په کورنيو کې غير عادلانه وېش دی. ګه چېرته موږ د کورنۍ په حدودو کې د یوه عادلانه تقسیم سره حرکت وکړو، موږ يو عادلانه اجتماع لرو چې په هغې کې افراطیت پټېدای نه شي.))

د سولې او پيوستون لپاره د همکارې موسسې مسوولین وايي چې تر ننګرهار د مخه يې په بلخ او بدخشان ولایتونو کې ورته کنفرانسونه جوړ کړي او په پام کې لري چې د افغانستان په نهو نورو لویو ولایتونو کې هم دغه شان کنفرانسونه جوړ کړي، او د افراطیت د مخنيوي په وړاندې د خلکو نظریات راټول کړي او بیا يې له دولت سره په همغږۍ د دولت په پالیسۍ کې ورګډ کړي.


XS
SM
MD
LG