د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: حکومتي ادارو ته دې مسلکي کسان جذب شي


په خوست کې یو شمېر روڼ اندي وايي، کچیرې په حکومتي ادارو کې د غیر مسلکي کسانو پر ځای مسلکي او لیسانسه ځوانان جذب شي، نو په چارو کې به يې ښه والی راشي.

دوی چې د چارشنبې په ورځ د پامیر د لوړو زده کړو موسسې څخه د لسګونو فارغانو په غونډه کې مشال راډیو سره خبرې کولې زیاتوله چې د غیر مسلکي کسانو په پرتله د پوهنتون فارغان که کاري تجربههم ونلري، پدې اغېزمن تمامیږي، چې په یوه رشته کې يې څلور کاله لوړې زده کړې کړي وي.

د خوست د شیخ زاید پوهنتون استاد پوهنمل ګل شاه صبری پدې اړه وايي:

((دوی چې فارغیږي، څلور کاله دوی دلته د یو مسلک په زده کړه کې تېروي، او مالومات ترلاسه کوي، کچیرې دی سل فیصده مالومات ونلري نو شپیته فیصده مالومات خو لري، د هغو خلکو په پرتله چې کاري وړتیاوې يې ټیټې دي، تر هغو خو په مراتبو دوی بهتر دي.))

د پامیر د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال نظیف الله نظیف وايي، چې د لوړو زده کړو د یادې موسسې د درېیمي دورې څخه د لیسانس په کچه 63 تنه فارغان لري.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې ډېر ژر به په خوست کې لیسانسه ځوانانو ته د ماسټری د زده کړو زمینه هم برابره کړي.

نظیف الله نظیف وايي:

((دا درېیمه دوره فارغین دي، چې موږ يې ټولنې ته وړاندې کوو، موږ پدې دوره کې 63 نفره فارغین لرو، چې27 يې د کمپیوټر ساینس فاکولتې څخه او 36 نفره يې د اقتصاد د پوهنځي څخه فارغیږي، پامیر پوهنتون پدې هڅه کې دی چې په نږدې راتلونکې کې به دوی ته د ماسټری د پروګرام زمینه هم برابره کړي.))

د پامیر د لوړو زده کړو موسسې فارغان د تحصیل په موده کې د عملي او نظري زده کړو په برخه کې د شته امکاناتو څخه رضایت څرګندوي او غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د حکومت او موسساتو په چوکاټ کې د کار زمینې برابرې شي:

((وحید جان افغان یم د پامیر پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ شوی یم، د دولت او نورو مرستندویه موسساتو څخه مو غوښتنه داده چې نویو فارغینو لپاره د کار زمینه برابره کړي، تر څو د افغانستان د جنګ ځپلي ولس لپاره د خدمت کولو جوګه شي.

نوم مې نقیب الله دوست دی، موږ مخکې لدې عصري ټکنالوژی سره ډېر نا اشنا وو، موږ پدې برخه کې په څلورو کلونو په موده کې ډېر څه زده کړي دي، انشاالله هلې ځلې کوو تر څو خپلو خوستوالو او هېوادوالو ته خدمت وکړو.))

بل لوري ته د خصوصي تحصیلي موسسو د تدریسي او تخینکي مسالو په باب د یادې موسسې د امتیاز خاوند او د شیخ زاید پوهنتون استاد پوهندوی سیدکریم شاه نیکمل وايي، چې یادې ادارې باید د یو بل د غندلو پر ځای په خپلو کې سالم او جوړونکی رقابت ولري.

ده وویل،ناسالم رقابت د نو تاسیسه خصوصي تحصیلي موسساتو ستونځې نورې هم ډېروي.

سید کریم شاه نیمکل زیاتوي:

((هر چیرې چې یو تحصیلي نهاد تاسیسیږي، په اول قدم کې باید ځان لپاره اهداف وټاکي، باید د دوی تر منځ سالم رقابت موجود وي، کچیرې سالم رقابت موجود نه وي، دلته ناسمه فضاء رامنځته کیږي، یوه موسسه کامیابیږي او بله که کامیابه هم وي له ناکامی سره مخامخیږي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون په ګډون په خصوصي سکټور کې د پامیر، ابدالي او طلوع افتاب په نومونو د لوړو زده کړو درې موسسې شته، چې په کې زرګونه محصلان پر زده کړو بوخت دي.

دا مهال د خوست خواوشا لس زره ځوانان لوړې زده کړې کوي، چې یواځې سږ کال شیخ زاید پوهنتون له خپلو دولس ګونو پوهنځیو اتلس نیم سوه ځوان فارغان ټولنې ته وړاندې کړل.

XS
SM
MD
LG