د لاسرسي ځای

تازه خبر

آيا ډونلډ ټرمپ به شکيل افريدی راخوشي کړي؟


ډاکټر شکيل افريدی
ډاکټر شکيل افريدی

د امريکې سره د اسامه بن لادن په موندلو کې مبیینه مرسته کوونکي، ډاکتر شکيل افريدي وکيل وايي د پاکستان حکومت د هغه ماشومانو ته شناختي کارډ نه جوړوي. قمرنديم ايډوکيټ نن مشال ريډيو ته وويل چې د شناختي کارډونو نه درلودو له وجې د ډاکټر افريدي بچي له تعمليم او د ژوند له نورو بنيادي ضرورتونو بې برخې دي.

امريکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې د القاعده ترهګرې وسله والې ډلې مشر اسامه بن لادن اسلام اباد سره نيزدي ایبټ اباد کې په پټو عملياتو کې وواژه. ډاکټر شکيل افريدي د ويکسينو د هغه کمپاين برخه وو چې د امريکې سره د اسامه په موندلو کې مرسته کړې وه. پاکستان د امريکايي ځواکونو دغه عمليات له خپلې خودمختارۍ سرغړونه بللې وه.

ډاکټر شکیل آفریدی که څه هم د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته ونيول شو خو هغه ته د ايف، سي، آر قانون لاندې د ۲۳ کلونو قيد سزا د وسله والو ډلو سره د همکارۍ په تور کې اورول شوې ده.

پاکستان به شکيل افريدی هيڅکله خوشي نه کړي. آن پر دې مسله به امريکا سره جنګ ته تيار شي
پخوانی بريګيډير محمود شاه

د هغه وکيل قمر نديم نن مشال ريډيو ته وويل: ((دنيا فکر کوي چې نوموړي ته د اسامه بن لادن د موندنې او وژنې لړ کې د مرستې په تور سزا اورول شوې خو پر هغه بل تور لګيدلی. هغه ته سزا په دې تور ورکړل شوې ده چې کله په لواړګي کې ایجنسي سرجن وو نو د وسله والو ډلو د زخمیانو درملنه يي کړې وه او یا يي هغوي ته پيسې ورکړې وی. په دې خو یو عام سړی هم پوهیږي چې دا تورونه بالکل غلط دي.))

ډاکټر افريدی له شپږو کلونو راهیسې په جېل کې دی. د هغه پر کورنۍ له پاکستانه د وتلو بنديز دی او له همدې وجې چيرته سفر نه شي کولی.

د امريکې نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل کمپاين پر مهال وعده کړې وه چې د ولسمشرۍ چوکۍ سمبالولو وروسته به شکيل افريدی له پاکستاني جېله خوشي کړي. پاکستان کې د سیمه ييزو چارو کارپوهان وايي کيدای شي د امريکې نوی حکومت پاکستان سره پر دې مسله خبره وکړي.

۲۰۱۵ کال کې د شکيل افريدي يو وکيل سميع الله افريدی وسله والو وژلی وو
۲۰۱۵ کال کې د شکيل افريدي يو وکيل سميع الله افريدی وسله والو وژلی وو

د سیاسي او قانوني چارو پوه لطیف اپریدي نن مشال ريډيو ته وويل: ((د پاکستان په ادارو کې بیقراري ده. دا حافظ سعید چې يي نظر بند کړو نو دا خو ټول د ډونلډ ټرمپ برکتونه دي. پاکستان ویریږي چې هسې نه امریکه ترې د ډاکټر شکیل اپریدي غوښتنه وکړي خو ټرمپ اوس د خپلې کابینې په جوړولو کې بوخت دی نو د ډاکټر شکیل وار لا نه دی راغلی.))

حافظ سعيد د جاعت الدعوه ډلې مشر دی چې دوه ورځې مخکې پاکستان پر کور نظر بند کړ. د پاکستاني پوځ وياند ويلي چې دا کار يې د ملي ګټو لپاره کړی.

د امريکې تېر ولسمشر براک اوباما ادارې هم له پاکستانه د شکيل افريدي خوشي کول غوښتې وو. د پاکستاني پوځ یو پخوانې بریګیډیر محمود شاه وايي اوس به هم همدغسې وشي خو پاکستان به يې خوشي نه کړي.

نوموړی وايي: ((زما په خیال دا ممکنه نه ده چې پاکستان به ډاکټر شکیل امریکه ته په لاس ورکړي. که امریکه له دې وجې د پاکستان سره جنګ هم کول غواړي نو کيدای شي پاکستان ورته تيار شي.))

ويډيو: پاکستان د اسامه تر وژنې وروسته د هغه کور وران کړ

اېبټ اباد، یو کال وروسته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

XS
SM
MD
LG