د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې په زرو بې وزلو کورنیو د مرستو وېش پیل شو


د سې شنبې په ورځ په پکتیکا کې د ځايي ادارې لخوا په زرو اړو او بې وزلو کورنیو د ژمنیو توکو د مرستو وېش پیل شو.

د مرستو د وېشلو په ځای کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت مشال راډیو ته وویل، چې یاد مواد د پېښو پر وړاندې د مبارزې او د کلیو د پراختیا ادارو پورې مربوط وو، چې له مخکې د ولایت په ګدامونو کې موجود ول.

ده وویل، چې یادې مرستې به د مرکز ښرنې د غریبانو سربیره د بیلابیلو ولسوالیو پر بې وزلو کورنیو هم وویشل شي.

د پکتیکا والي زیاته کړه، په یاد ولایت کې ډ‌یری خلک غریب او بې وسه دي، نو یواځې دا ژمنۍ مرستې د دوی لپاره بسنه نه کوي، له همدې امله هیله من دي، چې مرکزي حکومت به ورته نور توکي هم په اختیار کې ورکړي.

محمدالیاس وحدت وویل:

((دا د مرکز ښرنې او د پکتیکا د ولسوالیو اړوند غریب اوسیدونکي دي، دوی د ژمي پدې سړو شپو کې د ستونځو سره مخامخ دي، دا لړۍ به تر ډېره وخته دوام وکړي، د اوس لپاره زرو کورنیو ته دا مواد ورکوو، ځکه د پکتیکا خلک ناداره دي، دلته بې وزلي حاکمه ده، دلته کار وبار نشته، دلته واورې دي، زموږ هیله داده چې موږ ته به نور مواد هم راورسیږي، خو د اوس لپاره دومره مواد لرو، چې تش لاس له موږه څوک نه ځي.))

بل لوري ته د مرستو ترلاسه کوونکو د پکتیکا د چارواکو مننه وکړه، چې په مناسب وخت کې يې پر دوی څه نا څه ژمني توکي وویشل.

دوی ډاډه وو، کچیرې ځايي اداره امکانات په لاس کې ولري، نو له غریبانو يې نه سپموي:

((زموږ سره اوس دوی د کمبلو، ترپالونو او لوښو مرسته وشوه، زموږ دولت پدې برخه کې موږ سره نوره مرسته هم کوي، خدای دې بریالی لره، بالکل خوارانو غریبانو ته يې چې کمک له وسه کیږي، ایله پرې نه کوي.

زما نوم سعد الله دی، لدې ولایت څخه زه ډېر خوشاله یم، ما سره يې مرسته وکړه، دا کمبله يې راکړه، ترپال وو، نور لوښي وو، جرابې وې، په ظاهر کې موږ له دولت څخه خوشاله یو که بیا چیرې ضرورت پیدا شو، نو بیا هم ورته ویلی شو.))

پکتیکا چې د سویل ختیځو سیمو په پراخو ولایتونو کې راځي، سوړ او واورین ژمی لري، یاد ولایت سره لدې چې پراخې دښتې لري، خو د اوبو د کمښت له لاسه يې صحراوې او ځمکې پوره ابادې نه دي، که څه هم په بهر کې مسافر لري، چې هلته خواري او مزدوري کوي، خو ډیری خلک يې په اقتصادي لحاظ کمزوري او بې وزله دي.

XS
SM
MD
LG