د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې سل ميرمنو سره عدالتي مقدمو کې مرسته شوي


په بلوجستان کې د غريبو ښځو لپاره د انصاف برابرولو په خاطر يوې ادارې نيزدي سلو مېرمنو سره مرسته کړې ده. اوس دا اداره کوټه کې وکيلانو ته سپارل شوي او هغوی وايي چې دوی به کوشش کوي د هغو ښځو سره په عدالتونو کې د انصاف ترلاسه کولو لپاره مرسته وکړي چې پيسې نه لري.

پرون کوټه کې د بلوچستان دوکیلانو اتحادي او د ښځو دحقونو لپاره کارکونکې دخیرښیګري د بیلابیلو ادارو په يوه غونډه کې پنځلس مياشتې مخکې جوړ شوي يو دفتر چارې وکيلانو ته ورکړل شوي.

په دی مهال ویناکونکو وویل چی پاکستان کې ښځې د ابادۍ تر نيمايي زياتې دي خو پر دې سربېره هم ورته هغومره حق نه دی ورکړل شوی چې دوی بايد درلودلی.

علي احمد کاکړ ایډوکیټ مشال راډیوته وویل چې دوی به کوشش کوي د عدالتونو له لارې ټولو مېرمنو ته په سمه توګه انصاف ورسي.

نوموړي زياته کړه: ((دا اداره د هغو ښځو لپاره جوړه شوې ده چې په مالي لحاظ په عدالتونو کې د خپلو کيسونو پر مخ وړلو توان نه لري نو همدا وجه ده چې دې سره به د ډېرو ستونزې حل شي. ډيرو مېرمنو سره زياتی شوی وو چې د دې ادارې په مرسته ورته له عدالتونو انصاف ورکړل شو او زياتي کوونکو ته سزا ورکړل شوې.))

پاکستاني مطبوعاتو د بشري حقونو ادارو د رپورټونو په حواله ليکلي چې تېر کال بلوچستان کې پر ښځو د ۲۲۰ تشدد پېښې ثبت شوي او اته ديرش مېرمنې د غيرت په نامه وژل شوي دي.

دې غونډه کې د بلوچستان د وکیلانو د اتحاديې مشر عبدالغني خلجي وویل چې دوی به کوشش وکړي چې دغه ډول دفترونه د صوبه په نوربرخو کي هم جوړشي ـ

((موږ به دا يقيني کوو چې په عدالتونو کې ښځو ته انصاف ورکړل شي.))

XS
SM
MD
LG