د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په نړيواله کچه سياسي حقونه او خپلواکي له خطر سره مخامخ دي"


د ولسي خپلواکيو او جمهوریت د څار ادارې فریډم هاوس په خپل تازه راپور کې ویلي، روس یو داسې هیواد چې له ولسي او سياسي حقونو يي سرغړونه کړې ده.

د ولسي ازادیو او جمهوریت د څار ادارې فریډم هاوس په خپل تازه راپور کې ویلي، په نړۍ کې د ټولواکو حکومتونو راتګ او په غرب کې د ملت پالو قوتونو قوي کېدنې سره د خلکو سیاسي حقونه او خپلواکي له خطر سره مخ شوې ده.

ادارې د ۲۰۱۷ م کال په دې راپور کې ويلي، په نړۍ کې ۶۷ هېوادونه داسې دي چې پکې سیاسي حقونه او ولسي خپلواکي له زوال سره مخامخ دي.

د راپور جوړولو لپاره د ۱۹۵ هېوادونو د سیاسي او ولسي چارو جاج اخستل شوی دی.

د فریډم هاوس راپور کاږي چې په ۲۰۱۶ م کال کې روس یو داسې هیواد دې چې له دې حقونو نو يې سرغړونه کړې ده.

راپور پر مخ وايي، روس د ولس له خوا د حکومت سره د سیاسي مخالفت ځای نور هم راتنګ کړی دی.

دغه شان په جمهوري هېوادونو کې ځينې قوتونه ملت پاله فکرونه پر مخ وړي چې په نتیجه کې يې د خلکو خپلواکۍ اغېزمنې شوې دي.

د فریډم هاوس په راپور کې ۴۹ هېوادونه ياد شوي چې ورته خپلواک نه شي ويل کېدای، په دې کې افغانستان ، ازربایجان ، بېلاروس ، ایران، قازقستان، روس، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان شامل دي.

راپور وايي چې د بریتانیا له خوا د اروپايي ټولنې څخه د وتو وروسته لوی جمهوریتونه د پریشانۍ سره مخامخ دي او په اروپا او امریکه کې هغه ملت پاله ډلې چې د نورو خلکو څخه ویره احساسوي لا قوي کېږي.

دغه شان په يوروشيا کې د جمهوریت خوښونکو او ټولواکو هېوادونو تر منځ وېش رامنځ ته شوې دی.

راپور وايي، د اوکراین، جارجیا او مالدووا غوندې هیوادونه په دې هڅه کې دي چې خپل کمزورې جمهوري ادارې قوي کړي خو دا خبردارې هم ورکوي که چېرې غربي هېوادونه ورسره مرستو ته دوام ورنکړي نو دغه هڅې دا ناکامۍ سره هم مخ کیدای شي.

په دغه سیمه کې د ازربایجان ، کرغزستان او تاجکستان حکومتونه په دې هڅه کې دي چې د اقتصادي او سیاسي بې یقینۍ د لیرې کولو پر ځاي خپل واک پر مخ یوسي.

په نړۍ کې ۶۷ هېوادونه داسې دي چې پکې سیاسي حقونه او ولسي خپلواکۍ له زوال سره مخامخ دي. فريډم هاوس

د فریډم هاوس په راپور کې ۴۹ هېوادونه ياد شوي چې ورته ازاد نه شي ويل کېدای.

په دې کې د نړۍ ۳۶ فيصده خلک ژوند کوي.

په دوي کې افغانستان، ازربایجان، بېلاروس، ایران، قازقستان، روس، تاجکستان ، ترکمانستان او ازبکستان شامل دي.

XS
SM
MD
LG