د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مانسهره او پنډۍ کې یوه ښځه او ماشومه سوځول شوي


د خېبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې په چټا بټا سيمه کې د شخصي دښمنۍ له وجې يوه ښځه سوځول شوې ده.

د چټا بټا تاڼې ايس اېچ او طارق خان مشال رېډيو ته وويل چې د نهې په سهار څلور بجې د انيلا بي بي نومي ښځې کور ته دوه کسان ورغلل او هغه يې له کټ سره تر تړلو پس وسوځوله. د سوځېدو پس انیلا بي بي سا ورکړه.

د پوليسو په خبره دا ښځه د پخوانۍ دښمنې له وجې سوځول شوې ده.

طارق خان وویل په پېښه کې د ککړو کسانو پېژندګلو د وژل شوې ښځې زوي وکړه چې پس له هغې دغه کسان و نیول شول او د هغوی خلاف د قتل مقدمه درج شوی ده:

(( دا د شخصي دښمنۍ پېښه ده.دا کومه جينۍ چې وژل شوې د هغې خاوند د قتل په کېس کې په جيل کې دی. د دې پېښې په اړه د وژل شوې ښځې زوي په باقاعده توګه د ملزمانو شناخت کړی.هغه موږ ته وويل چې دی له مور سره وو چې د شپې دوه کسان ورغلل او د ده مور يې له کټ سره وتړله او بيا يې وسځوله.د ماشوم په پېژندګلو موږ ملزمان نيولې دي.د کېس په اړه نور تحقیقات روان دي او د پېښې له ځایه ثبوتونه هم تر لاسه شوي دي.))

بلخوا په راولپنډۍ ښار کې هم یوه ورته پېښه مخې ته راغلې چې یوه نهه کلنه ماشومه ارم د شخصي دښمنۍ له وجې سوځول شوې ده.

پولیس وايي د ماشومې ۵۰ فيصده بدن سوځېدلې دې او اوس په هولي فيملي هسپتال کې داخله کړل شوې ده. د پولیسو په خبره د کېس په اړه پلټنې روانې دي.

په شخصي دښمنو کې د ښځو د ښکار کېدو په اړه د پاکستان بشري حقونو کمېشن چارواکی کامران عارف وايي چې په سماجي رويو کې د بدلون له امله د انسانيت قدر ختم شوې.

نوموړی وايي د داسې پېښو لپاره قوانين او سزاګاني موجودې دي خو پکار ده چې ورباندې عمل وشي.

په ۲۰۱۶م کال کې د پاکستان په بېلا بېلوبرخو کې د ښځو د سوځولو یو شمېر پېښې شوې وې.

د تير کال په اپريل مياشت کې د خيبر پښتونخوا هزاره ضلعې ايبټ ښار کې د يو جرګې په فيصله عنبرين نومې یوې جينۍ ته اول زهر ورکړل شوې و او بيا يې تر وژل کېدو وروسته سوځېدلې وه.

د تير کال په مۍ مياشت کې دپنجاب صوبې په مری سيمه کې د رشتې نه انکار کولو له امله یوه استاده ۵ کسانو د تشدد او سوځولو پس ژورې کندې ته غورځولې وه.

XS
SM
MD
LG