د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: د ازاد فلسطيني رياست د هڅو مرسته به جاري ساتو


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ويلي چې د ازاد فلسطيني رياست او په منځني ختيځ کې د امن لپاره کېدونکو هڅو کې به خپله مرسته جاري ساتي.

نوموړي د سېشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له فلسطيني ولسمشر محمود عباس سره ګډې خبري غونډې ته وويل چې نړيواله ټولنه دې د فلسطين شخړې حل کې خپل رول ولوبوي.

د نوموړي په خبره د فسطين شخړې له حل پرته په سيمه کې امن نشي پر ځای کېدای او د پاکستان حکومت به له فلسطينه د اسرايلي ابادۍ د وتلوملاتړ جاري ساتي.

پر دغه موقع د فلسطين د ولسمشر وينا وه چې له نواز شريف سره د ملاقات پرمهال يې پر سيمه ييزو او نړيوالو چارو سربېره د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پر موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې.

د فلسطين صدر محمود عباس تېره ورځ د پاکستان په درې ورځنۍ دوره اسلام اباد ته رسېدلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG